د راپورونو پر بنسټ، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د یوې چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه نن (جمعه) سهار شوې ده.
په راپور کې راغلي چې په وژل شوو کې درې ماشومان او یو پولیس هم شامل دي.
په همدې حال کې، په مستونګ سیمه کې د پولیسو یوه افسر میانداد عمراني ویلي: «په دې چاودنه کې د یوه پولیس او درېيو زدهکوونکو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.»
هغه زياته ویلي چې په دې پېښه کې د څلورو پوليسو په ګډون ١٢ نور کسان ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چاودنه د مدني په نوم روغتون او د نجونو یوه ښوونځي ته څېرمه پر چوک د پوليسو موټر ته نږدې شوې ده.
هغه څرګنده کړې چې چاودېدونکي توکي پر يوه موټرسايکل ځاى پر ځاى شوي وو او له لرې د ريموټ په وسیله کنټرولېدل.
د هغه په خبره، وژل شوي ماشومان د پنځو او لسو کلونو ترمنځ وو او ټپيان مدني روغتون ته لېږدول شوي دي.
د راپور پر بنسټ، د پېښې له ځایه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې پولیس او نور خلک د پولیسو له سوځېدلي موټر سره راټول دي.
Views: 8