د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نهه افغانان چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله بندیان شوي وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
یاد وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، یاد کسان چې له شپږو میاشتو تر یوه کال د هغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو، د روانې میاشتې په ۸مه نیټه خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو چارو وزارت لیکلي: «د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د قانوني اسنادو نه درلود له امله بندیان شوي وو.»
د سرچینې په وینا، دغه کسان له خوشي کېدو وروسته د انټرپول د پولیسو له لوري د تورخم له لارې وطن ته راستانه او د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته وروپېژندل شول.
Views: 6