د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په لومړي ځل د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله.
نننۍ پایلوبه چې په عمان کې ترسره شوه، پچه یې د سریلانکا الف لوبډلې وګتله او په خپله یې لومړۍ د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه سیالۍ کې د سریلانکا الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو شل اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې بلال سمیع درې او الله محمد غضنفر بیا د سریلانکا دوه لوبغاړي وسوځول.
په مقابل کې افغان ابدالیان لوبډلې ورکړل شوې هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۸ اور کې پوره کړ او د سریلانکا الف لوبډلې ته یې د ۷ وېکټو په توپير ماتې ورکړه او په دې سره یې د لومړي ځل لپاره د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله.
په توپوهنه کې صدیق الله اتل ۵۵، کریم جنت ۳۳، دروېش رسولي ۲۴ منډې وکړې.
Views: 6