اسراییل اعلان کړی چې د ایران ځیني نظامي مرکزونه یې په نښه کړي دي.
د اسراییل دفاعي ځواکونو (اېډياېف) اعلان کړی چې پر اسراییل د ایران توغندیز برید په ځواب کې یې د ایران پر نظامي مرکزونو بریدونه کړي دي.
د ایران تسنیم اژانس د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې د اسراییل پوځ له خوا په ایران کې پر ۲۰ ځایونو د بریدونو ادعا واقعيت نه لري او د اسراییل د بریدونو شمېر له دغه ډېر کم دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پخلاینې مخکینۍ شورا رییس ډاکټر عبدالله او پاکستان، سعودي عربستان او عمان هېوادونو پر ایران د اسرائیلو د تېرې شپې برید غندلی، هغه یې له نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې او د کړکېچ پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر لیکلي: «حامد کرزی د ایران پر اسلامي جمهوریت د اسرائیلو برید چې زموږ د دغه نږدې ګاونډي او ورور هېواد (ایران) د حریم او ملي حاکمیت نقض دی، غندي، دا ډول بریدونه په سیمه کې کړکېچ او د نړۍوال امنیت او سولې پر وړاندې د ګواښ رامنځته کېدو ته زمینه برابروي.»
کرزي له نړۍوالو مراجعو غوښتي څو د لازمو اقداماتو په ترسره کولو سره په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.
د افغانستان د پخلاینې مخکینۍ عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي: «په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په تېر یوه کال کې د غزې په تړانګه او باختري کرانه له بریدونو او په دې وروستیو کې کې پر لبنان له برید او لبنان کې د راپور ورکونې پرمهال پرون د پنځو خبریالانو له وژل کېدو وروسته نن سهار اسرائیلي ځواکونو د افغانستان پر لوېدیځ ګاونډي هېواد برید کړی دی.»
هغه پر ایران د اسرائیلو برید پاروونکی بللی او په کلکه یې غندلې دی.
ډاکټر عبالله زیاته کړې : «ټینګار کوو چې د اسرائیلو ناسنجیده بریدونه به نه یوازې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو او دوام او نویو نظامي اقداماتو لامل شي، بلکې زموږ د سیمې د ملکي او بېګناه خلکو لپاره به هم بدې پایلې ولري.»
بلخوا، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې لیکلي چې پر ایران د اسرائیلو برید د ایران له حاکمیت او نړۍوالو موازینو سرغړونه ده او غندي يې.
سعودي عربستان پر خپل ثابت دریځ چې په سیمه کې د کړکېچ د دوام رد او هغو نښتو د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه ده چې د سیمې امنیت او ثبات ګواښي، ټینګار وکړ.
ریاض دغهراز له ټولو اړخونو غوښتي څو «لږترلږه له زغم کار واخلي او کړکېچونه را کم کړي.»
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې «د ایران پر وړاندې د اسرائیلو یرغلګر اقدام» سخت اندېښمن کړی دی.
هغه لیکلي چې دغه ډول اقدامات نه یوازې د سیمې سوله او ثبات ګواښي، بلکې د حاکمیت اصول او نړۍوال قوانین هم نقضوي.
شهباز شریف ویلي چې پاکستان د دغه اقدام د غندلو ترڅنګ، د سولې لپاره د ایران او نورو ګاونډیانو ترڅنګ درېږي او له ټولو اړخونو غواړي چې د کړکېچ ډېرېدو د مخنیوي په موخه دې له زغم کار واخلي.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي هم پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «موږ پر ایران د اسرائیلو له نننی یرغل ډېر اندېښمن یو، له نېکهمرغه اوښتي زیانونه محدود برېښي او هیلهمند یم چې ځاني تلفات و نه لري.»
Views: 2