د حماس د سیاسي دفتر مرستیال تایید کړه چې یحیی سنوار غزه کې له اسرائیلي ځاکونو سره په نښته کې ژوند بایللی.
د حماس د سیاسي دفتر مرستیال خلیل الحیه ویلي: “د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر یحیی سنوار غزه کې د صهیونیستی رژیم له خوا شهید شوی دی.”
فارس خبري اژانس د حماس د یوه لوړپوړي چارواکي، باسم نعیم له قوله راپور ورکړی چې له اسراييلي ځواکونو سره په نښته کې یې د دغه غورځنګ د مشر، یحیی سنوار وژل کېدل تایید کړي دي.
سرچينې د نعیم له قوله لیکلي: «د قدر وړ کسانو په ځانګړې توګه د یحیی سنوار په څېر شخصیتونو له لاسه ورکول دردوونکي دي؛ خو هغه څه چې موږ پرې ډاډه یو دا دي چې په پای کې بری زموږ دی.»
اسرائیلو تېره ورځ ویلي و چې یحیی سنورا په غزه کې د هغوی په برید کې وژل شوی دی.
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د روان کال د زمري په لسمه، تهران کې په یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړ؛ تر هغه وروسته د همدې مياشتې په ۱۷مه حماس اعلان وکړ چې ۶۲ کلن یحیی سنوار یې د اسماعیل هنیه پر ځای د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر ټاکلی دی.
Views: 10