راپورونه وايي چې په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو او له دغه بسه به په هېواد کې د ښاري خدماتو لپاره کار واخیستل شي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو.
مجاهد زیاته کړې له دغه بسه به په ښاري خدماتو کې کار واخیستل شي.
دی زیاتوي: «الحمدالله دا د افغانستان کورنی تولید دی چې ډېر ژر به یې په اړه افتتاحیه مراسم هم ترسره شي.»
مجاهد د دغه بس تولید د افغانستان د پر ځان بسیاینې او پرمختګ پر لور ګام بللی دی.
نوموړي د یاد بس په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
Views: 11