د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د پولیسو پر یو موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کې د یو افسر په ګډون څلور پولیس ټپیان شوي دي.
د امریکا غږ ډیوې د راپور له مخې، امنیتي چارواکو ویلي، چاودنه نن سهار هغه مهال شوې چې «امبېلې» سيمې پولیس د «کنکوې» سیمې ته روان وو.
سرچینه زیاتوي چې په دې چاودنه کې د «امبېلې» پولیسو افسر او درې نور پولیس سرتېري ټپیان شوي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
په راپور کې راغلي چې دوې ورځې مخکې هم په امبېلې سيمه کې د پولیسو د یو افسر کور په بمونو الوزول شوی و.
تر دې دمه د یادې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
Views: 7