د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي چې نن د دې جرګې وروستۍ ورځ ده او په پای کې به یې د جرګې پرېکړې او غوښتنې په ډاګه شي.
دغه جرګه تېره ورځ مازدیګر مهال د زرګونو خلکو په ګډون پيل شوه.
ټاکل شوې وه یاده جرګه وړمه ورځ پیل شي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه ویډیو پیغام کې وویل چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا خیبر کې جرګې ته د چمتووالي پر هڅو او انتظامي چارو د پرلهپسې بریدونو، وسایلو او خېمو سوځولو او اجازې نه ورکولو له امله جرګه پر خپل وخت او ترتیب پيل نه شوه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، نن به د جرګې وروستۍ ورځ وي او د دې مشترکې جرګې پایلې او غوښتنې به ډاګیزه شي.
سرچینې لیکلي، د بحثونو لپاره لږ تر لږه ۸۰ کمېټې جوړې شوې او پر بېلابېلو مسایلو یې بحثونه هم کړي دي.
پښتین تېره ورځ یادې غونډې ته ویلي چې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۴ زېږديز کال پورې ۷۶۵۸۴ پښتانه پر ډزو، بمونو او چاودنو کې په داسې جګړه کې وژل شوي چې هغه د دوی جګړه نه وه.
د ده په وينا، څه باندې ۵،۷ ميليون کسان د جګړو له امله کډوال شوي، د پښتنو څه باندې ۲۱۷ زره پېژندپاڼې لغوه کړای شوې او ۲۰۰ زره کورونه، ۳۶ بازارونه او ۲۵ زره هټۍ ړنګ او سوځول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دا قومي جرګه درې مياشتې وړاندې په جولای کې اعلان کړې وه.
Views: 8