د راپورونو له مخې، د نهو اروپایي هېوادونو مشرانو یوې ناسته کې په لبنان او غزه کې د جګړې درېدو او په منځني ختیځ کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده.
فرانس ۲۴ راپور ورکړی چې د فرانسې، یونان، اسپانیا، ایټالیا، مالت، پرتګال، قبرس، اسلووني او کرواسیا مشرانو پرون ورځ (جمعه) په قبرس کې د MED9 مشرانو په ناسته کې سره راټول شوي وو او ګډه بیانیه یې صادره کړې ده.
بیانیه کې راغلي، یاد بریدونه د توجیه وړ نه دي او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
هغوی زیاته کړې: «موږ د شنې کرښې په اوږدو کې د سمدستي اوربند او لبنان ته پر وخت د بشري مرستو رسېدو غوښتونکي یو.»
د قبرس ولسمشر نیکوس کریستودولیدس د ناستې د پرانیستې پر مهال ویلي: «له قبرس څخه یوازې څو مایله وړاندې جګړه لرو؛ سخت وضعیت کې یو.»
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم په یاده ناسته کې ویلي، د لبنان او غزې لپاره اوربند اړین دی.
هغه په یاده ناسته کې څرګنده کړې چې په غزه او لبنان کې د کارېدونکو وسلو د صادراتو بندېدل دغو ځایونو کې د جګړې ختمېدو لاره ده.
د یادونې ده، د وروستو شمېرو له مخې، تر اوسه د اسرائیلو په بردونو کې ۴۱۸۲۵ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۹۶۹۱۰ کسان ټپيان شوي دي.
Views: 17