د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د عراق له زندانونو ۲۵ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه شمېر افغانان پرون افغانستان ته راستانه شوي دي.
سرچینې د نیمروز ولایت د سرحدي امریت له قوله زیاته کړې، یادو افغانانو د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د عراق د بېلابېلو ولایتونو په زندانونو کې شپږ میاشتې تېرې کړې چې له خوشي کېدو وروسته په عراق کې د افغانستان د سفارت له لوري د ایران له لارې هېواد ته راستول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د نیمروز له سرحدي امریت سره له ثبت وروسته د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاوام) ته ورپېژندل شوي دي.
دا په داسې حال ده چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د روانې تلې میاشتې په ۱۸مه د پاکستان له زندانونو د ۳۰ افغانانو د ازادېدو خبر هم ورکړی و.
Views: 3