د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چیني انجینرانو پر یوه کاروان چاودنه شوې چې له امله یې دوه چینایان وژل شوي، یو چیني او شاوخوا لس پاکستانیان ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جناح نړۍوال هوايي ډګر ته څېرمه شوې ده.
سرچينې لیکلي، په چاودنه کې د چیني انجنیرانو یو کاروان په نښه شوی چې د پاکستان په سند ایالت کې يې د برېښنا پر يوه پروژه کار کاوه.
په راپور کې راغلي چې په دې چاودنه کې دوه چینایان وژل شوي او لس پاکستانیان ټپیان دي.
په پاکستان کې د چین سفارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي چې په دې پېښه کې دوه چیني وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
یاد سفارت لیکلي چې دغه چاودنه د «قاسم الیکتریک پاور شرکت لمټېډ» پر کارکوونکو شوې ده.
په ټولنیزو پاڼو کې په خپرو شوو انځورونه کې ښکاري چې د چاودنې له امله په سيمه کې یو شمېر موټر سوځېدلي دي.
Views: 14