د فوټسال نړۍوال جام سیالیو پایلوبه کې برازیل ارجنټاین ته د دوه پر یو ګول ورکولو سره ازبکستان کې د ۲۰۲۴ د فوټسال نړۍوال جام سیالیو اتلولي وګټله.
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ازبکستان په کوربهتوب د تېرې وږي میاشتې په ۲۴مه پیل شوې وې.
د راپورونو له مخې، «ازبکستان کې د ۲۰۲۴ نړۍوال جام» فوټسال وروستۍ لوبه تېره شپه د دغه هېواد په پلازمېنه تاشکند ښار کې ترسره شوه او برازیل د ارجنټاين پر وړاندې د دوو ګولونو په وهلو سره د یاد نړۍوال جام سیالیو اتلولي خپله کړه.
سرچينه زیاتوي، برازیل د لوبې په لومړۍ نیمايي کې دوه ګولونه ووهل، خو ارجنټاين د لوبې په ۳۸مه دقیقه کې یوازې یو ګول وواهه او ویې نه شو کړای د یادو سياليو اتلولي خپله کړي.
افغانستان په یادو سياليو کې انګولا ته ماته ورکړه، ارجنټاین او اوکراین ته یې لوبې وبایللې، خو دویم پړاو ته یې لار ومونده، په دویم پړاو کې یې پراګوای ته لوبه وبایله او له نړۍوال جامه ووت.
د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ له ۱۹۸۹ کال راهيسې هر څلور کاله وروسته ترسره کېږي او برازیل شپږ ځلې د یادو سياليو اتلولي خپله کړې ده.
Views: 8