د ووشو فدراسیون وایي چې افغان ورزشکارانو په ایران کې «د سولې او دوستۍ» جام سیالیو کې څلور د سرو زرو، دوه د نقرې او دوه د برنزو مډالونو ګتلي او په دغو سیالیو کې یې لومړی مقام ترلاسه کړ.
د افغانستان د ووشو فدراسیون تېره شپه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د ووشو یوه ټیم د ایران په کوربهتوب د «سولې او دوستۍ» جام سیالیو کې ګډون کړی و.
سرچینې زیاته کړې چې افغان ورزشکارانو په دغو سیالیو کې څلور د سرو زرو، دوه د نقرې او دوه د برنزو مډالونه وګټل او لومړی مقام یې ترلاسه کړ.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د ایران او پاکستان لوبغاړو هم برخه درلوده چې افغانستان په کې لومړی مقام خپل کړ.
دغه راز، په یادو سیالیو کې شمسالدین حاجيزاده، محمدجعفر سلطاني، نذرالله حیدري او شاهزمان ګرګ د سرو زرو مډالونه، میلاد کاکړ او اسحاقزي د نقرې، امید او عبدالرحمن بیا د برنزو مډوالونه ګټلي دي.
په دغو سیالیو کې ایران دویم او پاکستان بیا درېیم ځای خپل کړی دی.
د المپیک ملي کمېټې نن په یو خبر کې ویلي چې د «سولې او دوستۍ» سیالۍ چې له څو ورځو راهیسې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې روانې وې، تېره ورځ په کې د کورش ورزشکارانو په ټیمي برخه کې لومړی مقام خپل کړ.
سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې له افغانستان سربېره د ایران او پاکستان د کورش ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
د المپیک ملي کمېټه زیاتوي، په یادو سیالیو کې محمدالله، میرولي او موسی د سرو زرو او سراجاحمد د برنزو مډالونه وګټل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې افغانستان د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، ایران دویم او پاکستان درېیم مقام ګټلی دی.
Views: 6