د کونړ سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د تېرې شپې ورښتونو او سېلابونو له امله یو کس مړ شوی او د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان دي.
د کونړ ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست، د زیانونو او ارزونې مدیر احسانالله ته وویل، تېره شپه د نرنګ ولسوالۍ اړوند لمټک ـ کوډو او شړولو سیمو کې د سختو ورښتونو او ږلۍ له امله سېلابونه راوتلي وو.
هغه وویل، د یادو سېلابونو له امله په دې ولسوالۍ کې ۸۵ استوګنیز کورونه، ۴۰۰ جریب کرنیزه ځمکه او فصلونه، دوه کیلومتره سړک او د اوبو یو لوی کانال په نیمه او یا بشپړه توګه زیانمن شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «نرنګ ولسوالۍ کې د تېرې شپې له سختو ورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي وو چې له امله یې یو کس مړ شوی، د دوه ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون شپږ کسان ټپیان شوي او۳۰ څاروي هم تلف شوي دي.»
د هغه په خبره، سېلابځپلو کلیو ته یې په وخت د سروې او ارزونې ډله استولې او په وینا یې چې د اړوندو نړۍوالو خیریه ادارو په همکارۍ به ورسره مرستې وکړي.
ورته مهال، سېلابځپلې کورنۍ وایي، حکومت او مرستندویه ادارې دې ورسره د سرپناه برخه کې همکاري وکړي.
د لمټک سیمې یوه اوسېدونکي نورالله وویل: «ماښام ته نږدې و چې باران وشو او سخت سېلابونه زموږ په کلي راغلل، زموږ د کور احاطوي دېوال او دوه خونې په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.»
د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی سوداګرخان چې د تېرې شپې سېلابونو له امله یې د دوه خونو د چت پریوتو ترڅنګ پنځه څاروي هم تلف شوي، وایي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي وویل: «مونږ ډېر بېوزله خلک یو، یو کور مې درلوده، د هغې هم ډېره برخه ویجاړه شوه، مالونه مې هم سېلاب وېوړل.»
د یادونې ده چې څه موده مخکې هم دغه ولایت کې د سېلابونو له امله په یو شمېر ولسوالیو کې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي وو.
Views: 11