د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې او بنګلهدېش ترمنځ د نومبر میاشتې په شپږمه د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پيلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغان کرکټ ملي لوبډله د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې په شپږمه، نهمه او یولسمه له بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلې سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کوي.
خبرپاڼه کې راغلي، یادې درې نړۍوالې یو ورځنۍ سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجې کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په کوربهتوب ترسره کېږي.
سرچینې زیاته کړې، دغه سیالۍ به په ۲۰۲۵ کال کې کېدونکي «چمپین ټرافي» لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه د افغان ملي لوبډلې لپاره یو ښه فرصت واوسي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، پتېل شوې وه چې افغان ملي لوبډله د روان ۲۰۲۴ کال په جولای او اګست میاشتو کې د بنګلهدېش هېواد پر وړاندې درې نړۍوالې یو ورځنۍ، درې شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي.
خو د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ بورډونو د مسوولینو په سلا مشورو او د ګرمې هوا له امله پر ټاکلي وخت ترسره نه شوې چې له منځه یې د اوسمهال لپاره درې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې د «چمپین ټرافي» د چمتووالي لپاره – چې د ۲۰۲۵ کال په فبروري میاشت کې به په پاکستان کې پیل شي – په نومبر میاشت کې تنظیم شوې دي.
سرچینې ویلي، سربېره پر دې په پام کې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله د چمپین ټرافي لپاره د غوره چمتووالي په موخه د روان کال په دسمبر میاشت کې له زمبابوې سره بشپړه لوبلړۍ (ټېسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې) ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ په وینا: «افغان لوبډله باید د چمپین ټرافي لپاره بشپړه چمتو واوسي او د پلان له مخې ورته په پرله پسې ډول لوبلړۍ تنظیم شوې چې ډېر تمرکز پر یو ورځنیو سیالیو دی، څو د شل اوریزې بڼې ترڅنګ په یاده بڼه کې هم خپله وړتیا په ډاګه کړي چې یوه ښه بېلګه یې د سویلي افریقا پر وړاندې د لوبلړۍ بریا ده.»
سرچینې ویلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې او بنګلهدېش ترمنځ لوبه به د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۲:۳۰ بجې ترسره شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د راتلونکی ۲۰۲۵ کال په پیل کې هم له وېسټانډیز سره د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ د ترسراوي په موخه خبرې اترې روانې دي.
Views: 10