لبناني چارواکو اعلان کړی چې پر دغه هېواد د اسرائیل بریدونو کې نږدې ۵۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسوشیټېډ پرېس د لبنان د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی چې دغه بريدونه پرون (دوشنبه) د لبنان پر سوېلي ښارونو او کلیو شوي دي.
په وژل شوو کې ۳۵ ماشومان او ۵۸ مېرمنې هم شاملې دي او دا له ۲۰۰۶ کال وروسته پر لبنان د اسرائیل تر ټولو خونړی برید دی.
راپور کې راغلي، د یادو بریدونو په پایله کې یو زر او ۶۴۵ کسان ټپیان شوي هم دي.
ورته مهال، د اسرائیل پوځ د لبنان د سوېل او ختیځ اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د حزبالله پر وړاندې له پراخو هوايي بریدونو مخکې له سیمو ووځي.
د راپور له مخې، د یاد هېواد له سوېل څخه زرګونه لبنانیان بېځایه شوي دي.
بلخوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې کلنۍ ناسته کې یې د ګډون په موخه نیویارک ته سفر کړی، پرون یې پر لبنان د اسرائیل برید غندلو ترڅنګ ویلي چې اسرائیل په سیمه کې د جګړې پراخولو په لټه کې دی.
د هغه په وینا، دا موضوع د هیچا په ګټه نه ده.
Views: 1