د سوډان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې تېرو درېیو میاشتو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۳۸۸ کسان د کولرا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
سوډان تربیون د سوډان د روغتیایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې ۱۲ زره او ۸۹۶ کسان د کولرا پر ناروغي اخته شوي دي.
د هغوی په وینا، یاده ناروغي د سوډان هېواد په ختیځ هغه ځای کې چې میلیونونه کسانو په کې د جګړې له ډاره پناه اخیستې ده، ډېره خپره شوې ده.
د سوډان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې کولرا د دغه هېواد د ۱۸ ولایتونو له ډلې په ۱۰ ولایتونو کې خپره شوې خو تر ټولو ډېرې پېښې بیا هم په ختیځ ولایتونو کسلا او القضارف کې ثبت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اووه کاله مخکې هم په دغه هېواد کې د کولرا ناروغي له امله ۲۲ زره کسان اغېزمن شوي او څه باندې ۷۰۰ کسان مړه شوي وو.
د ویلو ده چې کولرا یوه ساري ناروغي ده چې د اسهال، د بدن د مایعاتو د کمېدو او بالاخره د مړینې لامل ګرځي.
Views: 1