«د جمهوریت شل کاله خپرونې» موندنې ښيي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سقوط اساسي عوامل د بن او دوحې غونډو یو اړخیزې پرېکړې دي.
دغه موندنې د وصال ټلوېزیون «د جمهوریت شل کاله خپرونې» لړۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له پیله تر سقوط (۲۰۰۱ – ۲۰۲۱) پورې په لوړو ژورو، پرمختګونو، فرصتونو، ننګونو، نیمګړتیاوو، څرنګوالي او بالاخره د جمهوریت د سقوط او طالبانو بیا واکمنېدو او د دې خورا اوږدې تاریخي دورې د درسونو او عبرتونو په اړه د بېلابېلو سکټورونو، قشرونو، اړخونو او لورو له ۲۱ مسوولینو او متخصصو شخصیتونو سره د ځانګړو مرکو مشترک ټکي دي.
په دغو ځانګړو مرکو کې د مخکني دولت د کابینې له غړو، د ولسوالۍ تر کچې له دولتي او حکومتي مسوولینو، نظامي چارواکو، د سولې پروسه کې له ښکېلو کسانو او متخصصینو، د ولسي جرګې له وکیلانو، سناتورانو، د لویې څارنوالۍ، بشري حقونو خپلواک کمېسیون، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مشرانو، د کابل پوهنتون له رییس او استادانو، سفیرانو، سیاسي فعالانو، د دولت د مخالفو سیاسي او جنګي ګوندونو له مسوولینو، د مدني ټولنې له غړو، خبریالانو او نورو سره پر بېلابېلو مسایلو او موضوعاتو یو ساعته او اوږدې مرکې او خبرې شوې او وصال ټلوېزیون په بې پلوه توګه له سانسور پرته خپرې کړې دي.
دغه راز، د دې لړۍ په جریان کې د تېر دولت د درېیو لوړپوړو ښځینه چارواکو په ګډون له مختلفو اقشارو سره هم مرکې شوې دي.
د یادو بحثونو تمرکز تر ډېره د جمهوريت د سقوط پر عواملو وو؛ یعنې هغه کوم عوامل وو چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په ۱۵مه افغان جمهوري نظام سقوط شو؟
د جمهوریت د سقوط عوامل ډېر دي چې له څو اړخونو څېړل او په مختلفو کټګوریو وېشل کېدای شي.
په مرکو کې وړاندې شوي عوامل ممکن ټول جزئیات ونه لري، په دې اړه به نورې څېړنې هم شوې وي او اوس هم ډېر کار ته اړتیا ده چې د یاد ۲۰ کلن دولت د سقوط هره خوا راوسپړي. دغه راز هڅه شوې چې د دغو مرکو په استناد د جمهوریت د سقوط ممکنه عوامل او اړخونه یې په لنډ ډول وسپړل شي او عوامل یې بیان شي.
مرکې دا هم یو څه په ډاګه کوي چې د شلو کلونو جوړ شوی نظام او هر څه یوازې په څو ورځو کې په ناڅاپي ډول څرنګه بدل شول؟
دغه بدلون له افغان ماشومه نیولې تر مشره ټول اغېزمن کړل او په ذهنونو کې یې په اړه سلګونه بېځوابه پوښتنې پيدا شوې دي؛ د دغو پوښتنو ځوابېدو او راتلونکي ته د یوې لارې موندلو په موخه مو «د جمهوریت شل کاله» په نوم د پاډکاسټ لړۍ پیل کړه چې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر له ۷مې بیا د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۳۱ مې پورې له ۲۱ افغان سیاستوالو او فعالانو سره مرکې ترسره شوې.
وصال ټلوېزیون په دې لړ کې هڅه وکړه چې د طالبانو له مسوولینو او د هغوی له سیاسي مخالفینو سره هم مرکې وکړي، خو هغوی دغه کار ته حاضر نه شول.
د جمهوریت د پيل او پای دوه غونډې:
د یادو بحثونو کډونوالو د بن او دوحې غونډو یو اړخیزې پرېکړې د جمهوریت د سقوط اساسي لامل ګڼي او وایي، د دغو پرېکړو په نتیجه کې جمهوریت کمزوری شو او بالاخره د دوحې له تړون وروسته، د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په ۱۵مه یې سقوط وکړ. هغوی دغه راز زیاتوي چې فساد او قومي تعصبونه هم د بن او دوحې له پرېکړو سره مستقیمه اړیکه لري.
الف- د دوحې تړون او سیاسي خبرې:
د بحثونو اکثره ګډونوال په دې عقیده دي چې کله د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې پرته له افغان حکومته دوه په دوه د سولې خبرې پیل شوې او ترمنځ یې بالاخره تړون لاسلیک شو، همدا د جمهوري دولت د سقوط عمده او تر ټولو لوی لامل او دلیل و. هغوی دغه راز وايي چې دا د افغانستان د سولې لپاره نه، بلکې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مذاکرات وو او د تړون له لاسلیک وروسته د جمهوریت سقوط حتمي شو.
په دې تړاو په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال وايي: «په دوحه کې د افغانستان له حکومته رسمیت واخیستل شو، دغه رسمیت په واضح توګه د هماغې نړۍوالې ټولنې له خوا، د هماغې امریکا له خوا چې په تېرو شلو کلونو کې یې دغه جمهوریت په خپلو روزانه مرستو پورې تړلی ساتلی و، دغه رسمیت یې یوې بلې جنګي ډلې ته ورکړ، تازه بله خبره دا ده، موږ لا له هغو پټو ضمایمو نه یو خبر چې د دوحې په ناستو کې رامنځته شوي او اصلاً هماغه پټ ضمایم دي چې تر اوسه یو په بل پسې عملي کېږي. په دغسې حالت کې چې یو حکومت له ډېر ستراتیژیک او مهم اړخه د نړۍ په مرستو پورې تړلی وي او همدغه نړۍ هغه له رسمیته وغورځوي او د هغه مخالفه ډله پر رسمیت وپېژني، په هغه وخت کې نو د دې حکومت دوام په طبیعي توګه ناممکن دی؛ زه د سقوط عوامل د دوحې په رسمیت پېژندنه او په هغو پټو ضمایمو کې ګورم چې لا تر اوسه یو په یو عملي کېږي؛ البته هیڅکله دا انکار نه شو کولای چې داخلي عوامل همدغومره مهم وو، لکه څرنګه چې د حکومت په سقوط کې بهرني عوامل وو.»
دغه راز، د افغانستان پخوانی لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي هم په قطر کې سیاسي خبرې د افغان دولت په سقوط کې مهمې بولي او د هغه د کمزوري کېدو د دلیل په توګه یې یادوي. کریمي د افغان دولت سقوط سیاسي ناکامي بولي: «په لویه او ستراتیژیکه سطحه سیاسي خبرې موجودې وې، په دوحه کې ټولې پرېکړې یو طرفه روانې وې، افغان حکومت په کې شامل نه و او د طالب تله په دې درنه کېده ورځ په ورځ چې په خپله امریکایان او نور د ناټو غړي، څوک چې له دوی سره په جلسو کې شامل وو، بلخصوص د پاکستان نقش په دې کې ډېر موثر و، دا ټولې پرېکړې چې کېدې د طالب په ګټه وې او له طالب څخه دا تضمین نه و اخیستل شوی چې هغه به خلاف د دې پرېکړو کوم عمل نه کوي او پوښتنه به ترې کېږي، ولې موږ نن دا وینو چې شاید ټولې پرېکړې عملي شوې نه وي، ولې څوک یې پوښتنه هم نه کوي؛ نو سیاسي ناکامي د دې باعت شوه چې قوماندانان هم په خپله سطحه کې داسې فکر وکړي چې دولت د سقوط خوا ته روان دی، نو زه ولې ځان مدعي کړم.»
جنرال کریمي د سقوط د عواملو په اړه وايي چې د دولت په سقوط کې ډېر مسایل شامل وو؛ هم سیاسي، هم نظامي، هم بهرني او هم کورني مسایلو په سقوط کې خپل خپل تاثیر درلود.
جنرال کریمي وویل: «په نظامي بخش کې د ملي اردو سوق، اداره او لیډرشیپ د اهمیت وړ موضوع وه؛ کله چې دولت د سقوط په حال کې و، د ملي اردو رهبري یا په خاصه توګه امنیتي قوتونه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه بې رهبرۍ پاتې شول، مشران یې ټول تیت او پرک وو، ملي اردو زما له نظره ډېره د افتخار او ویاړ وړ اردو وه، ښه روزل شوې وه، دا بې سرپرسته پاتې شوه او په ټیټو قدمونو کې سرباز، بریدمل او د ټیټې کچې قوماندانان بېځوابه پاتې شول او لار ورکي وو چې څه وکړي، نو بالاخره دا هرڅه د دې باعث شول چې اردو تیت او پرک شي او هر څوک په خپله خوا لاړ شي، سوق او اداره وشړېده.»
جنرال کریمي زیاتوي: «زه د سیاسي ناکامۍ په څنګ کې د وسلهوالو قوتونو رهبرۍ ته اشاره کوم چې دا د دوی ضعف او کمزورتیا وه، دوی ونه شو کولای امنیتي ځواکونه سره راټول کړي او حتا په اضطراري حالاتو کې دوی د دې صلاحیت لاره چې حکومتي چارې یې نظامي کړې وای، خو متاسفانه داسې ونه شول، زه هم له وطنه لرې وم، د یوه سیلبین په سترګه دا اسانه ده چې دا خبره وشي، نو سړی باید هلته موجود وي چې پوه شي چې نور مشکلات څه شی و چې داسې حالت یې منځته راوړ.»
دغه راز، مېرمن شهرزاد اکبر د دوحې تړون بل اړخ ته اشاره کوي او وايي چې د دوحې پروسې ته د سولې یا د افغانانو ترمنځ د سولې پروسه نه شو ویلای: «د قطر پروسه د سولې پروسه نه، بلکې یوازې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ له افغانستانه د امریکایانو د وتلو یو هوکړهلیک و؛ نو ځکه یې زه د سولې د یوه هوکړهلیک په توګه نه منم؛ د جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې یوه معنالرونکې پروسه هیڅکله پیل نه شوه، پروسه هغه وخت معنا لرونکې کېدای شي چې دواړه لوري وغواړي سوله وکړي.»
شهرزاد د سولې په تړاو وايي، طالبانو د یوه مکمل لوري په توګه د سولې نه، بلکې د ګټلو فکر درلود: «طالبانو او په جمهوریت کې هم یو څو کسانو، د قضیې د یوه مکمل لوري په توګه غوښتل طالبان ګټونکي شي، نه یې غوښتل سوله وکړي، نه یې غوښتل واک ووېشي، نه یې غوښتل یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي، نه یې غوښتل داسې یوه وضعیت ته ورسېږي چې له دوی پرته بل څوک هم په قدرت یا واک کې و اوسي؛ نو ځکه زه فکر کوم چې موږ د سولې پروسه نه لرله او کله چې د طالبانو او ۲۰۲۱ کال په اړه غږیږو، د سولې کومه پروسه مو نه لرله، بلکې یو هوکړهلیک و، هغه هم د امریکايي ځواکونو د وتلو.»
د حزب اسلامي مخکښ غړی انجنیر محمدامین کریم هم د دوحې پر تړون نیوکه کوي او وايي: «د دوحې تړون د دوو لورو، متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ وشو؛ د افغانستان ملت او حکومت دواړه د باندې ترې پاتې شول.»
د مدني ټولنې غړی او د ملي محور سیاسي ګوند مشر ډاکټر خوشحال روهي د جمهوري نظام د سقوط دوه لوی دلیلونه د دوحې له مذاکراتو سره تړلي یادوي او په دې برخه کې د امریکا متحده ایالتونو پر پالیسي او سیاست نیوکه کوي: «د امریکې کومه پالیسي او سیاست چې وو، هغې په خپله د نظام سقوط ته زمینه مساعدوله؛ هغه وخت چې له طالبانو سره په دوحه کې خبرې شروع شوې، په لوی لاس باندې یو ډول حکومت له پامه وغورځول شو.»
روهي زیاتوي: «طالبانو ته دا روحیه ورکړل شوه چې تاسو ګټونکي یئ او تاسې به راځئ او نظام به ستاسې وي؛ یعنې ټول دا ادبیات تقریباً دغسې ادبیات وو چې هغوی ته یې دغسې تقریباً اطمینان او دغه روحیه ورکوله، دوی یې داسې تلقین کړل چې نوره کیسه ختمه ده او تاسو به راځئ، بلې خوا ته یې د افغانستان حکومت او وسلهوال ځواکونه دا رقم بې روحیې کړي وو چې کیسه نور ختمه ده؛ مثلاً دوی چې کله د دې خبره کوي چې موږ به ۶۰ زره نفر وباسو، هغه وخت کې داسې یوه خبره کېده چې موږ به ۶۰ زر نفر چې له دولت سره یې کار کړی، موږ سره یې کار کړی، هغه باسو، دا ولې داسې خبره کوي؟ معنا دا ده چې نظام سقوط کوي نور، لکه هغه د ویټنام کیسې غوندې؛ یعنې دوی دا روحیه د دې لپاره اماده کوله؛ یعنې د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو او سیاستوالو روحیه همدوی خرابه کړه.»
روهي د امریکايي ځواکونو غیرمسوولانه وتل هم د افغان دولت د سقوط په عواملو کې شمېرې: «له بلې خوا د دوی دا غیرمسوولانه وتل، د دې پر ځای چې دا پروسه تر هغه ځایه پر مخ بوځي چې په دې ډاډه شي چې په افغانستان کې نظام سقوط نه کوي، بلکې د یوه توافق پر اساس یو تغییر راځي، دوی بس فیصله وکړه چې موږ به تر دغه تاریخه که ښه راځي که بد راځي وځو به.»
د پخوانۍ مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار وايي چې کله امریکایي ځواکونو د وتلو تصمیم ونیو، هغه وخت رواني جنګ ډېر شدت وموند چې متاسفانه په هغو تبلیغاتو کې رسنیو هم برخه لرله. هنریار د تړون له لاسلیک وروسته خبرې هم تشریفاتي بولي او وايي چې د سقوط اصلي دلیل د دوحې تړون لاسلیک و او هلته ټول تصمیم نیول شوی و؛ که وروسته مذاکرات یا هر څه وو، ټول تشریفاتي کارونه وو، هیڅ داسې څه نه وو چې طالبان سر ټیټ کړي، د افغانستان ټوله فیصله په دوحه کې شوې وه.
د جمهوریت د سولې مذاکراتي ټیم له غړي احمدنادر نادري څخه چې کله دا پوښتنه مطرح شوه، په ځواب کې یې وویل چې د دوحې تړون د جمهوریت د سقوط یو عمده لامل دی.
نور مرکهشوي هم د قطر یا دوحې د تړون او مذاکراتو په اړه ورته نظرونه لري.
ب: بن کنفرانس کې د ټولو سیاسي او ښکېلو لورو نه شاملول او د قومي سهمیې پر اساس د قدرت ناسم وېش
د مرکو ډېرو ګډونوالو د سقوط عواملو په اړه د پوښتنو په ځواب کې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د جوړېدو غونډې ته مراجعه کوي؛ د بن کنفرانس کې د افغانستان د نوي نظام بنسټ اېښودو پر مهال دوه مسئلې د بنسټیزو او حیاتي نیمګړتیاوو او ستونزو په توګه یادوي؛ د هغوی په نظر، جمهوریت ځکه سقوط وکړ چې بنسټ یې خام او نیمګړی اېښودل شوی و، طالبان او حزب اسلامي له سیاسي واک یا دولته بهر پرېښودل یا حذفول یوه تېروتنه او د جګړې د بیا پیلېدو او سقوط عمده لامل ګڼي.
هغوی دغه راز وايي، هماغه وخت ممکنه وه چې دا ستونزه هواره شوې وای او د نوي نظام یو ټینګ بنسټ اېښودل شوی وای. د بن غونډې دویمه لویه نیمګړتیا د واک ناسم وېش و، هلته د افغانستان له واقعیتونو او له یوې عادلانه او ولسواکې پروسې پرته د قومي سهمیو پر اساس د جنګي تنظیمونو ترمنځ قدرت او دولت غیرعادلانه ووېشل شو؛ همدا پرېکړې د افغانستان د معضلې لا لویېدو ته یو دلیل و او وايي چې همدا لامل و چې د وخت په تېرېدو منزوي شوو ډلو بېرته خپل فعالیت پیل او پراخ کړ او د تېر دولت تر پایه په لویو سرخوږیو بدل شو چې په پایله او دوام کې یې د نظام په سقوط تمام شو.
پخوانی لوی څارنوال محمدفرید حمیدي هم د بن پروسه کې د یوې ډلې حذفول یا نه شاملول د دولت د کمزوري کېدو او د افغانستان د معضلې یوه لویه ستونزه یادوي او وايي، هماغه حذف کېدل وروسته د ډېرو لویو ستونزو رامنځته کېدو لامل شو او د بن کنفرانس یوه بله لویه ستونزه په افغانستان کې د سهمیو په شکل د واک وېش و.
خبریال او لیکوال محمدزبیر شفیقي د بن کنفرانس په اړه وايي: «په بن کې ډېر خراب بنیاد کېښود شو؛ د ملت پر ځای د قومونو پر بنسټ یو نظام جوړ شو؛ متاسفانه د اصلاح پر ځای د زوال لور ته ولاړ، د قدرت جزیرې په کې رامنځته شوې، د قدرت جزیرو په هر اړخ کې فساد ته وده ورکړه، د ملت او دولت ترمنځ فاصلې ډېرې زیاتې شوې، قومي تعصبونو ته لمن ووهل شوه، د نظام د جوړېدو پر ځای؛ نړۍواله ټولنه چې راغله، ډېر کومکونه یې وکړل، په دې کې شک نشته، خو ډېر بېځایه ولګېدل، په هغو کې هم د ملت د ارزښتونو پر ځای ځینو خپلو ارزښتونو ته ډېر پام واړاوه چې هغه کومکونه په کې غلط او بېځایه ولګېدل.»
په جمهوريت کې د پوهنې وزارت پخوانی سرپرست وزیر ډاکټر محمدابراهیم شینواری هم د بن کنفرانس کې د یوې برخې حذف له امله د جګړې د بیا پیل په اړه ورته نظر لري: «د حزب اسلامي او طالبانو بیرون پاتې کېدل معمولاً همداسې محاسبه کېږي چې د راتلونکو جګړو او اختلافونو موضوع یې جوړه کړه.»
سنانوره انارکلي هنریار هم همدغه ټکي ته په اشاره وايي: «د بن کنفرانس کې طالبان منزوي شول او څو کاله وروسته بېرته جنګ ته راغلل.
سیاسي فعال او لیکوال ډاکټر یارمحمد ترهکی هم د بن غونډې ته په اشاره وايي چې له پیله سیاسي نظام د قومونو، ژبو او سهمیو پر اساس جوړ شوی و او بهرنیانو واک جنګي تنظیمونو ته سپارلی و خو هغوی تعصبي او سلیقوي چلند کاوه او شخصي غچونه یې په کې اخیستل. ترهکی زیاتوي چې هغوی جنګي ډلې او تنظیمونه وو، پر حکومتي چارو نه پوهېدل.
د بن غونډې په اړه نور ګډونوال هم پورتنیو نظرونو ته ورته نظرونه لرل.
د سقوط نور عوامل:
د دوحې او بن غونډو د پرېکړو ترڅنګ افغان مسوولین او شنونکي د دولت کمزورتیا، بېثباتي، بېباوري، فساد او له خلکو سره د واټن زیاتېدل د جمهوريت د سقوط دویمه درجه یا فرعي عوامل ګڼي. مرکه شوي وايي، جمهوري سره له دې چې ډېرې زیاتې لاستهراوړنې لرلې خو د دغو عواملو له امله کمزوری او سقوط شو. هغوی دا هم وايي چې د نظام سقوط په هیڅ صورت د دغو ستونزو د حل لار نه وه، هېواد اوس له هماغه حالته په ځلونو په بد وضعیت کې دی، د هغه روغ نظام اصلاح اسانه وه، باید اصلاح شوی وای، نه دا چې یو پوره نظام ړنګ شو او هر څه مو یو ځل بیا صفر ته راغلل.
د جمهوریت شل کاله خپرونې کډونوال لاندې موارد د سقوط نور عوامل ګڼي:
– طالبان د یوه داسې عامل په توګه چې د نظام پر اصل یې باور نه درلود
– پر بهرنیانو او بهرنیو مرستو له حده ډېره اتکا
– د سیاسي رهبرانو او مشرانو ضعیف مدیریت او بېکفایتي
– د سیاسیونو او سیاسي رهبرانو نه پوخوالی، خودخواهي او رقابتونه
– اداري او مالي فساد
– د دولت او کلیو ترمنځ واټن زیاتېدل، په کلیو کې د دولت له خوا د عدالت نه تطبیق او د خدمتونو نه رسېدل هم هغه عوامل دي چې د خلکو او دولت ترمنځ موجوده فاصله زیاتېده او دغه فاصله له تېرو پنځو لسیزو د دولت او کلیو ترمنځ په یو ډول منازعه بدله شوې ده.
– د قانون نه حاکمیت
– د دولتي بنسټونو ضعیف ساتل او له دولتي ادارو سره د موازي ادارو موجودیت لکه انجیو ګانې، د بهرنیو ځواکونو د ولایتي بیارغونې ټیمونه (PRT)، د ملي امنیتي ځواکونو پر ځای پر شخصي امنیتي کمپنیو سرمایهګذاري چې په مختلفو برخو کې یې له دولت سره موازي فعالیتونه لرل.
– په پروژو او د منابعو په مصرف کې د لومړیتوبونو نه پېژندنه
– جنګي تنظیمونو ته د قدرت سپارل؛ له پیله تر پایه جنګي تنظیمونه په قدرت کې ځواکمن پاتې شول
– د بیان له ازادي ناوړه ګټه اخیستنه
– د هېواد له لویو او حیاتي مسایلو سره سطحي چلند، بېځایه خوشبیني
– د دولتي مسوولینو، سیاسي رهبرانو، لیکوالو، روڼ اندو او نورو هېوادولو غیرمسوولانه چلند
– د دولتي بنسټونو، حکومت او نظامي ځواکونو پر وړاندې منفي تبلیغات
– د روحیې بایلل
– جګړو کې د مرګژوبلې زیاتېدل او هره ورځ د نږدې ۳۰۰ کسانو وژل کېدل
– د طالبانو جنګي تاکتیکونه، چاودنې، ځانمرګي بریدونه او جنګ چې خلک یې ناهیلي کړي وو او په لویو ښارونو کې ډارېدل
– د ملي بنسټونو نه پیاوړتیا
– جګړه په سم شکل نه ختمول او د سولې لپاره صادقانه کار نه کېدل
– د افغانانو ترمنځ د سولې د واقعي مذاکراتو نه کېدل یا د یوې بینالافغاني پروسې نشتوالی
– د معافیت فرهنګ
– د بهرنیو ځواکونو وتل
– د افغانستان په مسئله کې د بهرنیانو تېروتنې
– د سیاسي اجماع نشتوالی او د سیاسیونو ترمنځ بېاتفاقي
– د نظامي رهبرۍ تشه
– د کاونډیانو او د لویو قدرتونو رقابتونه
جنرال کریمي وايي، ملي اردو د دفاع ځواک درلود خو د سقوط په ورځو کې سیاسي ناکامي او رهبري کې ستونزه د جګړې نه کېدو اصلي لاملونه وو. هغه وايي: «ملي اردو که څه هم خفیفه اردو وه اما د تعلیم او تربیې له نقطه نظره دومره ښه روزل شوې وه چې کولای یې شول هره ولسوالي وساتي، د مثال په توګه د هلمند په سنګین او ځینو نورو ولسوالیو کې په کلونو کلونو جنګ وشو خو چا نه شو کولای ولسوالۍ ته سقوط ورکړي؛ هغوی کولای شول دفاع وکړي، ما عرض وکړ، بیا هم له ولایتونو او ولسوالیو څخه نیولې تر مرکز پورې په اصطلاح دغه سیاسي ضعف، کمزورتیا، دوه دلي، د اردو عدم اکمالات او د اردو لیډرشیپ، دا ټول د دې لامل شول چې اردو جنګ ونه کړي او په اصطلاح سرباز او بریدمل یې منتظر پاتې شي چې څه قومانده ورکول کېږي چې بالاخره بې قوماندې او بېسرنوشته پاتې کېږي؛ طالب راځي، ټول ځایونه نیسي، دوی جنګ نه کوي، د جنګ عوامل یې عدم موجودیت سوق او اداره، عدم موجودیت قومانده او په عین زمان کې اکمالاتي مشکلات وو.»
ډاکټر خوشحال روهي د سقوط په موضوع کې یو لوی بحث د روحیې او مورال بایلل او منفي تبلیغات بولي، هغه وايي: «داسې تبلیغ شروع شو چې په سیاسي حساب خبره ختمه ده او نور مه جنګېږئ، کله چې دوه درې ولایتونه سقوط شول، دا روحیه پيدا شوه چې نور هر څوک له دې وروسته وژل کېږي هسې عبث ضایع کېږي؛ داسې روحیه وه چې امریکایان او طالبان سره جوړ دي، نور د جنګ لپاره هیڅ انګېزه نه وه پاتې.»
پخوانی لوی څارنوال حمیدي وايي، که په یوه دولت کې ۲۰۰ کسان په دوه سوه لارو روان وي، د هغه دولت سقوط حتمي دی. هغه زیاتوي، د افغانانو او بهرنیانو له خوا دولت ته بېلې بېلې اجنډاوې، بېل بېل پروګرامونه او لنډمهالې پالیسۍ جوړېدل، افغانستان ته د مشخص لیدلوري نه لرل، دا او حتا د بن کنفرانس کې پرېکړې هم د افغانانو یا هغو کسانو چې هلته وو، د هغوی پرېکړې نه وې.
په همدې ډول په نورو پروګرامونو کې، لکه افغانستان ته مالي لګښتونه له بهره ورکول کېدل، د منابعو او پروژو برخه کې په بهرنیو تکیه او د لومړیتوبونو نه تشخیص، د پروژو پوره صلاحیت نه لرل او د مالکیت نه احساس، له بلې خوا د دولت په راس کې د متخاصمو، مخالفو او بېاعتماده قوتونو شتون چې ډېر وخت او انرژي یې له یو بل سره په اختلافونو ضایع کول، رسنۍ، مدني او سیاسي خوځښتونو ټول په همدې شکل سره وېشل شوي وو.
حميدي د افغان دولت د سقوط برخه کې د غربي رسنیو پر ادعاوو نیوکه کوي او وايي: «هغسې چې غربي رسنۍ ادعا کوي چې ټوله ملامتي او ټول مشکلات د افغانانو په طرف کې وو، فساد هم د افغانانو طرف کې و، عدم رعایت د قانون هم د افغانانو طرف کې و، بېظرفیتي هم د افغانانو طرف کې وه، دا ډېر یو ناځوانمردانه اتهام دی، حال دا چې په دې ټولو کې دوی شریک وو او حتا دوی یې اصلي عاملین وو، نو په دې خاطر زه فکر کوم چې دوه مهم لاملونه یو د دولت د مخالفینو عدم اعتقاد په سیاسي پروسه باندې، د سولې پروسه باندې او د خلکو پر حاکمیت باندې؛ زموږ او تاسو ټول سیاسي مخالفین، که په هر دور کې وو، زه یې اوس نه یادوم چې کومې کومې ډلې او ګروپونه، دوی اصلاً اساسي قانون او انتخاباتو ته اعتقاد نه درلود؛ ځکه پوهېدل چې قدرت ته رسېدل یې یوازې او یوازې د وسلې او زور په وسیله ممکن دي، د ترور او وحشت په زور ممکن دي او له هغه وروسته ولې د خلکو رایو ته مراجعه نه کوي، که دوی رښتیا د خلکو لپاره صادق کارونه کوي، خلک له دوی سره ښه روابط لري، نو انتخابات د سیاسي، داخلي او بینالمللي مشروعیت اصلي منبع ده، په همدې خاطر یوازېنی یا اصلي ټکی دا دی چې د افغانستان د نظامونو مخالفین یا مسلح مخالفین، اصلاً او فقط اعتقاد یې په زور دی او بس.»
دغه راز روهي د سولې برخه کې د مدني ټولنې فعالانو مثبت او منفي رول دواړو ته په اشاره وايي چې مدني ټولنې تر یوه حده خپل غږ پورته کړی و خو ترڅنګ یې خپل منفي رول هم لوباوه: «یو شمېر مدني ټولنو د سولې پروسې لپاره مثبت رول لوبولی، لکه د سولې ولسي کاروان او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یې هم مثبت کوښښونه وکړل، یو شمېر رسنیو او مدني ټولنو هم منفي رول لوبولی دی؛ زموږ رسنیو یو ډول د حکومت د مخالفینو لپاره لابي کوله او د حکومت د کمزورتیا لپاره یو شمېر رسنیو او یو شمېر مدني ټولنو متاسفانه منفي رول لوبولی دی.»
ډاکټر عبدالغفور لېوال پر بهرنیو مرستو اتکا د حکومت د کمزورتیا او سقوط لامل بولي او وايي چې افغان دولت له لومړیو تر اخره په لوی لاس پر بهرنیو مرستو متکي پاتې او وساتل شو: «له بده مرغه د بن له پرېکړو وروسته په ټولو تېرو شلو کلونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په لوی لاس پر بهرنیو امکاناتو متکي پاتې شو یا په بهرنیو مرستو پورې تړلی وساتل شو؛ ما یو وخت د افغانستان د دفاع وزارت یو شمېر منسوبینو ته د سیمهییزو ستراتيژیکو مسایلو تدریس کاوه، هلته مې له یوه لوړرتبه جنراله واورېدل چې موږ ستراتیژیک ذخایر نه لرو.» بل ځای وايي: «په تېرو شلو کلونو کې د دغو پوځي منسوبینو په ژبه د افغانستان ملي اردو ته دومره څه ورکول کېدل چې هغه ورځ د دوی پرې دفاع کېدله.»
لېوال د افغان حکومت د کمزورۍ د علتونو په اړه زیاتوي: «له بده مرغه هغه توانمندي او ظرفیت چې باید د افغانستان په حکومت کې وای، هغه نه وو؛ ځکه هغه څه چې په مستقلانه توګه باید حکومت کړي وای، په هغو کې امریکایانو کافي مشکلات جوړ کړي وو، په داخل د حکومت کې مخالفین داسې سره شریکان کړي وو چې نیمه بدنه د حکومت فلج وه، ټولو تنظیمي شریکانو، د حکومت تنظیمي شریکانو، د حکومت جهادي شریکانو خپله د حکومت پښې وهلې، فساد یې کاوه، انسانان یې تښتول، د موبایلانو د غلا په شان د کوچنیو جرمونو شبکې یې درلودې، اختطافونه یې کول، ځمکې یې غصبولې او د افغانستان فضا یې د وحشت پر یوه فضا بدله کړې وه؛ ترورنه یې کول، انسانان یې وژل، عملاً حکومت له دننه څخه مات شوی و.»
د کندوز پخوانی والي عبدالجبار نعیمي د افغان سیاسیونو او نورو هېوادوالو بېځایه خوشبینۍ او د سولې له خبرو سره سطحي چلند هم د جمهوريت د سقوط عامل بولي او وايي: «اکثره افغانان په دې فکر کې وو چې د سولې پروسه ډېره ښه او پياوړې پروسه ده او نتیجه به یې ډېره ښه وي، خو متاسفانه ځیني ذیدخل سیاسیون پر دې قانع نه وو، هغوی غوښتل د جمهوریت حکومت له پښو وغورځوي، کومې کړنې، تهدیدونو چې دوی جمهوریت ته کول، ولسمشر ته یې کول او کومې څرګندونې یې چې په رسنیو کې کولې، دا واضح او معلومه وه چې دغو سیاسیونو له دولت څخه امکانات اخیستل خو ورته وفادار نه وو، بلکې برعکس د نړولو کوښښ یې کاوه.»
نعیمي دغه راز وايي چې دولت، لیکوالانو او نورو افغانانو د قطر د سولې پروسه کې متاسفانه منفي رول ولوباوه او بېغوري یې وکړه. هغه د بیان له ازادۍ پر ناسمې استفادې هم نیوکه کوي او وايي «د بیان ازادي چوکاټ نه لاره، تر دغه عنوان لاندې تر حد زیات د حدودو ماتېدو بدبختۍ وزېږولې، پر شخصي حریم، نظام، سیاسي اشخاصو او قومونو باندې دومره تورونه ولګېدل چې هیڅ د پوښتنې وړ نه دي.»
د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون پخواني رییس احمدنادر نادري د سقوط د نورو مواردو ترڅنګ د سطحي چلند په اړه ورته خبره کوي او وايي چې له حیاتي مسایلو سره سرسري چلند له هغو مواردو یو و چې د جمهوریت سقوط ته یې لار هواره کړه.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ رییسه شهرزاد اکبر وايي، د هغو لپاره چې په کورنیو جګړو کې یې برخه لرله، فساد یې کاوه، ظلم او هره بله بېقانوني یې چې په هېواد کې کوله معافیت، دغه هم د سرطان په شکل حکومت کمزوری کړی و او پر سقوط یې تمام شو.
انارکلي هنریار د افغانانو داخلي ستونزې هم د سقوط لامل ګڼي او وايي: «ډېرې داخلي ستونزې مو هم لرلې؛ کله به یو بیرغ له شماله پورته کېده او کله به له بل ځایه چې زه دا او هغه نظام غواړم او بل قومي او ژبني تعصبونه چې اوس یې هم افغانان د نړۍ مختلفو برخو کې مطرح کوي.»
پخوانی لوی څارنوال حمیدي د داخلي ستونزې یوه بل اړخ ته ګوته نیسي، وايي چې مخالفو سیاسي قوتونو هم په دولت او کابینه کې سهم درلود او هم د باندې د اپوزېسیون په توګه مطرح وو، داسې کسانو هیڅکله خپله انرژي د حکومت جوړولو ته نه ورکوله او خپله انرزي یې د یو بل په ځپلو کې مصرفوله.
لیکوال محمد زبیر شفيقي وايي، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې له تړون وروسته دا امکان برابر شوی و چې افغان سیاسیون او طالبان د سولې یوې نتیجې ته ورسېږي؛ دوی له څو کلنې جګړې وروسته مېز ته سره کښېناستلي وو، دواړو لورو له دغه فرصته استفاده ونه کړه.
بل ګډونوال مو په دې اړه د پړې ګوته افغان حکومت ته ونیوه چې د قدرت ساتلو په خاطر یې د سولې برخه کې معقولانه مسوولیت ادا نه کړ او شل کلن نظام یې د قدرت قرباني کړ، هغوی په دې فکر وو چې بهرنیان به د طالبانو پر ځای له دوی سره دریږي او ملاتړ به یې کوي خو تېروتي وو.
نور ډېری مرکه شوي پر دې باور دي چې افغان دولت او ملت ته د سولې په خبرو کې فرصت ورنه کړل شو او پرېکړه د تېر حکومت په نه شتون کې د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ مخکې شوې وه، طالبان په هیڅ صورت دې ته حاضر نه وو چې له افغان حکومت سره د یوه طرف په توګه جدي خبرې وکړي او د خبرو له دوام او پای ته رسېدو وړاندې یې ولایتونه او ټول هېواد ونیول.
د ولسي جرګې پخوانی مرستیال محمدنذیر احمدزی د سیاسي اجماع نه موجودیت هم د یوه عامل په توګه مطرح کوي او وايي چې په وروستیو ورځو کې د سیاسي اجماع نه جوړېدو برخه کې یوه کړۍ مسووله وه چې هغې به ولسمشر په نورو شیانو کې مصروف ساته، له قومي او سیاسي مشرانو سره یې له همدې امله اړیکې نه وې یا بېخي کمې وې.
د غزني ولایت د قرهباغ پخوانی ولسوال عبدالله خیرخواه د سقوط د عواملو په اړه وايي چې سقوط د قطر له پروسې پيل شو خو په ځمکني یا د جنګ د میدان په اړخ کې هم نیمګړتیاوې موجودي وي. خیرخوا زیاتوي چې په ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو ته اکمالات نه کېدل، وسلهوال په پرمختللو وسایلو او وسلو لکه شپنيو او لیزري دوربینونو سمبال شوي وو، په وروستیو ورځو کې خوراکي توکي، مهمات، درنې وسلې او د راکټ مرمۍ ختمې شوې او په یوه کلاشینکوف نور جنګ نه کېده.
د هغه په خبره چې د جمهوریت په وروستیو ورځو کې بېکفایته ولسوالان، والیان او مسوولان مقرر وو چې په ځینو مواردو کې به یې هغه ځايي مسوولین تهدیدول چې د دولت له مخالفانو سره به یې جدي جګړه کوله.
دغه راز، د کابل پوهنتون پخواني رییس او پخوانی وزیر حمیدالله فاروقي د دولت تغییر، سوله او جنګ د افغانانو د واک او صلاحیت له محدودې لوړ بولي او وايي: «متاسفانه د افغانستان د نظام بدلون، د جنګ دوام او سولې راتګ یا تغییر یوازې د افغانانو په لاس کې نه و او د افغانانو یا په مجموع کې د افغانستان ونډه په دې کې ډېره محدوده وه؛ د افغانستان د نظام د بدلون یا سقوط په بحث کې د نړۍوالو قدرتونو او زموږ ګاونډیو هېوادونو لاس ډېر بر و او هغو همدا غوښتل چې همدغه حالت افغانستان کې راشي.»
د جمهوریت د لاستهراړونو ساتنه:
ډېری مرکه شوي د دوحې تړون او بن کنفرانس د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط عمده عوامل بولي او وايي چې په افغان دولت، سیاسي رهبرانو او افغان لوري کې ډېر داسې موارد وو چې سقوط ته یې زمینه مساعده کړه خو له هغو ټولو نمیګړتیاوو سره سره د مرکو اکثره ګډونوالو د جمهوریت پر مهال د دولت په مختلفو سکټورونو کې او د خلکو په ژوند کې د ډېرو پرمختګونو او لاستهراوړنو اوږدې خبرې کوي او په مشخص ډول یې ډېرې لاستېراوړنې او مثالونه په مرکو کې بیان کړي دي چې اوس او راتلونکي کې یې خلکو ته ګټه رسېږي او رسېدلې ده.
هغوی پر دې باور دي چې د جمهوریت له سقوط سره افغانستان ډېر څه له لاسه ورکړي، اوسنی وضعیت تر پخواني حالته په مراتبو بدتر ګڼي.
پخوانی لوي څارنوال حمیدي د تېر نظام د اصلاح په اړه وايي: «د هغه نظام اصلاح ډېره اسانه وه، تر دې چې یو استبدادي نظام دې واکمن شي.»
ډاکټر خوشحال روهي بیا د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط په اړه وايي: «داسې غیرمسوولانه باید نه وای ختمه شوې، تمه دا وه چې مسوولانه شکل باندې باید پای ته رسېدلې وای.»
«د جمهوریت شل کاله» خپرونې د بحثونو ۲۱ ګډونوالو معلومات:
۱- د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خوړو او درملو ملي ادارې له پخواني عمومي رییس او د پوهنې وزارت له معین او سرپرست وزیر ډاکټر محمدابراهیم شینواري سره د زدهکړو په اړه بحث شوی دی.
۲- تېر حکومت کې د کندوز له پخواني والي عبدالجبار نعیمي سره د افغانستان د سیمهییزې حکومتولۍ په اړه خبرې شوې دي.
۳- په تېر حکومت کې د ملي پوځ له پخواني لوی درستیز متقاعد ستر جنرال شېرمحمد کریمي سره د افغانستان د نظامي سکټور او جمهوریت د سقوط پر نظامي اړخ خبرې شوې دي.
۴- د افغانستان له پخواني لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي سره د افغانستان د عدلي او قضايي سیسټم په اړه مرکه شوې ده.
۵- د شهیدانو او معلولینو چارو له پخواني وزیر او د کابل پوهنتون له پخواني رییس حمیدالله فاروقي سره د لوړو زدهکړو او پوهنتونونو د فعالیتونو، لاستهراوړونو، کیفیت او د دغو بنسټونو د رول او نیمګړتیاوو په اړه خبرې شوې دي.
۶- د افغانستان د ملي محور ګوند له مشر او د افغان کلتوري ټولنو جرګې له مشرتابه غړي ډاکټر خوشحال روهي سره د مدني ټولنو رامنځته کېدو، پایلو، ستونزو او د افغانستان سیاسي او ټولنیزو برخو کې د دې ټولنو د رول او اغېزو په اړه مرکه شوې ده.
۷- د ولسي جرګې له پخواني مرستیال او د کوچیانو له وکیل سره نوم؟؟؟؟ د ولسي جرګې د فعالیتونو، له حکومت سره د ولسي جرګې د اختلافونو او علتونو، د کوچیانو د وضعیت او د سولې پروسه کې د خلکو د استازو د رول په اړه بحث شوی دی.
۸- د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له پخوانۍ رییسې او د بشري حقونو چارو کې د دولت له وزیرې سره د بشري حقونو کمېسیون رامنځته کېدو او فعالیتونو په اړه بحث شوی دی.
۹- له ژورنالېست او لیکوال محمدزبیر شفیقي سره د رسنیو پر رول خبرې شوې دي.
۱۰- د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له پخواني مرستیال ویاند او لیکوال نجیب ازاد سره د جمهوري نظام د سقوط پر عواملو بحث شوی دی.
۱۱- د مشرانو جرګې له پخوانۍ غړې ډاکټر انارکلي هنریار سره د جمهوریت په دوره او له هغه وروسته د افغان سیکانو او هندوانو ژوند د لوړو ژورو، امنیت، ګډوالۍ، د هغوی د مذهبي عبادتځایونو د بریدونو په اړه بحث شوی دی.
۱۲- د جمهوري نظام د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له پخوانۍ رییسې شهرزاد اکبر سره په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د جوړ شوي ذهنیت، عامه پوهاوي، په دې برخه کې د کمېسیون او بشري حقونو د نورو اړوند بنسټونو د فعالیتونو او بشري حقونو د اوسني وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
۱۳- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پخواني وزیر عبدالباري جهاني سره د افغانستان په سیاسي او ټولنیزو تحولاتو کې د قومي او مذهبي رول او نورو مسایلو په اړه مرکه شوې ده.
۱۴- له سیاسي فعال او لیکوال ډاکټر یارمحمد ترهکي سره د جمهوریت او د ډاکټر نجیبالله په مشرۍ د افغانستان ډیموکراتیک دولت د سقوط د لاملونو او د دغو دوو دولتونو د راپرځېدو د ورته والي په اړه خبرې شوې دي.
۱۵- د پښتونخوا له سیاستوال او پخواني سناتور افراسیاب خټک سره د جمهوري حکومت پر مهال د ډیورنډ کرښې دواړو لورو ته د روانو کړکېچونو او د افغانستان په سیاسي او نورو مسایلو کې د پاکستان د رول په اړه بحث شوی دی.
۱۶- په ایران کې د افغانستان له پخواني سفیر ډاکټر عبدالغفور لېوال سره د جمهوریت د شریکانو او له بن غونډې را په دېخوا د ګډونوالو د ناوړه استفادې، د قطر د پروسې او افغان حکومت د رول په اړه خبرې شوې دي.
۱۷- په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو له استازي عرفانالله عرفان سره په تېر نظام کې د ولسي جرګې د فعالیت، ستونزو او لاستهراوړونو ترڅنګ د سولې په مذاکراتو کې د ولسي جرګې او تېر حکومت د ونډې او مسوولیتونو په اړه غږېدلي یو.
۱۸- د جمهوریت مهال د غزني ولایت د قرهباغ له پخواني ولسوال عبدالله خیرخواه سره د هغه وخت په ولسوالیو کې د حکومتولۍ او د حکومتي مسوولینو او خلکو ترمنځ د تعامل څرنګوالي، نیمګړتیاوو، ننګونو، له ولایتي او مرکزي ادارو سره د سیمهییزو مسوولینو اړیکو او د هغوی پر وړاندې د خنډونو او ګواښونو په اړه غږېدلي یو.
۱۹- د حزب اسلامي له خوا د سولې مذاکراتي پلاوي له مشر انجنیر محمدامین کریم سره له حکومت سره د دغه ګوند د مذاکراتو، د دولت د ستونزو، د وسلهوال مخالفت، د ملي اردو او نورو موضوعاتو په اړه بحث شوی دی.
۲۰- د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له پخواني رییس او د سټنفورډ پوهنتون له اوسني کارپوه احمدنادر نادري سره په جمهوري نظام کې د ګومارنو برخه کې د ستونزو، ننګونو، فساد، د سیسټمونو جوړښت او په لوړو پوسټونو کې د ځوانانو د ټاکنو په اړه غږېږدلي یو.
۲۱- د سولې عالي شورا د دارالانشاء له مرستیال مشتاق رحیم سره په افغانستان کې د سولې او مصالحې، د تېر جمهوري نظام له پیله بیا تر سقوطه د مسایلو په اړه غږېدلي یو.
Views: 46