د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د یو شمېر رسنیو له چارواکو سره په کتنه کې هغوی ته نوې کړنلاره واوروله چې له مخې یې د سیاسي خپرونو په ژوندۍ بڼه خپرېدل او پر قوانینو او پالیسیو نیوکې منع دي او رسنۍ نشي کولای له هغو کسانو سره مرکه وکړي چې د طالبانو حکومت له لوري نه دي تایید شوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د نوې کړنلاری د جوړولو په اړه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره، د هغې پلي کول د ازادو رسنیو د کمزوري کولو او ځپلو یوه نوې هڅه ګڼي.
د وږي په ۳۱مه، د سې شنبې په ورځ په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یو شمېر رسنیو مسؤولین وروبلل او هغوی ته یې په هغې غونډه کې چې شاؤخوا یو ساعت یې دوام وکړ، د یوې ۸ مادهییزې کړنلارې په اړه معلومات ورکړل.
د یادې کړنلارې چې، لیکلې بڼې ته یې د افغانستان د خبريالانو لاسرسی موندلی، په درېيو مادو (١،٢،٥) کې نوي بنديزونه اعلان شوي او ویل شوي چې د رسنيو مسؤولین او د خپرونو کوربانه يې په پلي کولو مکلف دي:
۱- خبرې اترې (بحثونه) باید ثبت شي او په ژوندۍ بڼه نه وي.
۲- کارپوهان باید د نوي نوملړ له مخې راوغوښتل شي، د هغو کسانو بلنه منع ده چې نومونه یې په یاد لیست کې نه وي.
۳- د هغه چا د بلنې لپاره چې نوم یې په لېست کې نه وي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار له ریاست څخه دې اجازه اخیستل کېږي.
۴- هر سهار دې د خپرونو او سیاسي بحثونو د مېلمنو لېست د رسنیو څار له ریاست سره شریک شي او د دغه ریاست له تایید وروسته دې د خپرونې د جوړولو لپاره اقدام وشي.
۵- د نظام (د طالبانو حکومت) د قوانینو، تګلارو او پرېکړو ننګول او پر چارواکو بې له ثبوته نیوکې کول منع دي.
۶- د رسنیو چارواکي، د رسنیو اداره، د خپرونو کوربه او اېډېټور مکلف دي، چې د خپرونې له ثبت وروسته، د ثبت شوې خپرونې څخه د اسلامي امارت (طالبانو) پر وړاندې نیوکې، د خپرونې کمروزتیاوې او حساس( راپاروونکي) ټکي لرې کړي.
۷- له پورتنیو ټکو څخه د سرغړونې په صورت کې د رسنۍ عمومي رئیس، د خپرونو مدیر، د خپرونې کوربه، اېډېټور (جوړونکی/اصلاح کوونکی) او سیاسي کارپوه (د پروګرام مېلمه) به سرغړونکي وپېژندل شي او د اصولو سره سم قانوني چلند سره به مخ شي.
۸- د نشراتو او رسنیو تېروتنې باید په رسنیزه بڼه جبران شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دغه کړنلاره کې یاد شوي نوملړ ته لاسرسی موندلی، چې ۶۸ کسان پکې شامل دي.
ویل کېږي، چې له دې غونډې یوه ورځ مخکې هم دغه موضوع په شفاهي ډول په کابل کې رسنیو ته مطرح شوې وه او د رسنیو له مسؤولینو یې د پلي کېدو غوښتنه کړې وه.
دا کړنلارې په هېواد کې د ازادو رسنیو سره د چلند برخه کې وروستی عملي ګام دی؛ د افغانستان د خبریالانو د مرکز د څېړنو پر بنسټ، د ۱۴۰۰ کال په زمري کې د طالبانو واک ته له راستنېدو راهیسې تر اوسه پورې د طالبانو لخوا لږ تر لږه 21 رسنیزې کړنلارې جوړې شوي چې له امله یې په رسنیو او خبریالانو ډېر محدودیتونه وضع شوي دي؛ تر ټولو وروستۍ پرېکړه د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون له مخې د ژوندي ( ذیروح ) څیزونو د انځورونو د خپرولو منع کول دي، یاد قانون تېره مياشت تصويب او نافذ شو چې په پايله کې يې په کندهار کې د ملي تلويزيون ځایي څانګه وتړل شوه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې ازادو رسنیو ته د نویو ورکړل شویو کړنلارو په اړه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره، د هغوی پلي کېدل په هېواد کې د ازادو رسنیو د لا کمزوري او حاشیې ته کولو یوه نوې هڅه ګڼي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالب چارواکو غواړي چې د رسنیزو کړنلارو تحمیلولو او د ازادو رسنیو د ځپلو له هڅې دې ډډه وکړي او اجازه دې ورکړي چې د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون چې د پلي کېدو وړ بلل شوی، په ریښتیني توګه پلي شي.
Views: 6