د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۸۶ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) د افغانستان څانګې پرون پر خپله اېکسپاڼه خپور کړي راپور کې ویلي چې د روانې سپټمبر میاشتې له ۸مې تر ۱۴مې پورې له ایران او پاکستانه ۸۶ زره او ۶۷۸ افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان ویلي چې په یاده موده کې ۵۷ زره او ۱۹۳ افغانان له هېواده وتلي دي.
سرچینې ویلي، په یاده موده کې له ایرانه د کډوالو په بېرته راستنېدو کې ډېروالی لیدل کېږي او دغه کډوال په جبري ډول او خپله خوښه راستنېږي.
د دغه راپور له مخې، دغه شمېر کډوالو د اسلامکلا او ابونصر فراهي بندرونو، بهرامچې، انګور اډې، سپینبولدک، غلام خان، ډنډپټان او تورخم له لارو تګ راتګ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وږي میاشتې په ۲۷مه د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې هغې ناسته کې چې د ځینو هېوادونو سفیرانو او د نړۍوالو سازمانونو استازو په کې ګډون کړی و، وویل: «د افغانستان ثبات د ټولو په ګټه دی، څو چې افغانستان د ۴۵ کلونو جګړو له اغېزو راوځي او پر خپلو پښو دریږي، موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د کډوالو په ایستلو کې له حوصلې او احتیاطه کار واخلي، ښه چلند دې ورسره وکړي او د کډوالو ښه مېلمهپالنه دې وکړي.»
هغه زیاته کړې وه: «په ځانګړي توګه زموږ غوښتنه له ایران او پاکستانه چې څلوېښت کاله یې د میلیونونو افغانانو مېلمهپالنه وکړه، دا ده چې په ښه نیت او حوصلې له کډوالو سره چلند وکړي، کډوال ونه ځوروي تر دې چې کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته راوګرځي.»
نوموړي له نړۍوالو سازمانونو چې له کډوالو سره مرستې کوي، ستاینه وکړه او ویې ویل چې یاد سازمانونه دې له افغانانو سره، په ځانګړې توګه هغو کډوالو سره چې د ګاونډیو هېوادونو په کمپونو کې ژوند کوي، خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دغه راز د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان په خپله لومړۍ خبري ناسته کې په دغه هېواد کې د افغانانو د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «هغه کسان چې په ناقانونه توګه راغلي، هڅه کېږي په احترام بېرته وګرځول شي.»
هغه ویلي: «د افغانانو په اړه مو درې غونډې د امنیت په عالي شورا کې ترسره کړې، یو شمېر پاسپورټ لري، له هغوی سره یو ډول چلند کېږي، یو شمېر چې په ناقانونه توګه راغلي، له هغوی سره باید د قانون په چوکاټ کې چلند وشي.»
د یادونې ده، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د روان ۱۴۰۳ کال په د زمري میاشتې په ۱۶مه ویلي وو چې په تېرو درېیو کلونو کې ۳،۷ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
Views: 10