د ایران د خراسان ولایت د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې لږ تر لږه ۵۲ کارګران وژلي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
تسنیم اژانس راپور ورکړی چې یاده چاودنه پرون ناوخته (شنبه، د وږي ۳۱مه) د ایران د سوېلي خراسان اړوند په طبس سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې شوې ده.
راپور کې زیاته شوې چې د پېښې ۲۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ایران ځايي مسوولینو ویلي چې یاده چاودنه د «میتان ګاز د ناڅاپي ډېرېدو» له امله شوې او لږ تر لږه د دغه کان دوه بلاکه «سي» او «بي» یې اغېزمن کړي دي.
د راپور له مخې، د پېښې پر مهال ۶۹ کارګران د ډبرو سکرو د دغه کان په «سي» او «بي» بلاکونو کې پر کار بوخت وو.
Views: 1