بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ارغنچواه ولسوالۍ کې د سروزرو یوه کان نړېدو له امله دوو کارګرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وویل، دوه کانکيندونکي د دغه ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په تاقارچه سیمه کې په زر مینځلو بوخت وو چې کان پرې را نړېدلی او مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، یاده پېښه پرون له غرمې وروسته شوې او د مړه شوو کسانو جسدونه د پولیسو له خوا د ځایي خلکو په همکارۍ له خاورو را ایستل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د بدخشان د خواهان ولسوالۍ د امو سیند پر غاړه درې کانکيندونکو ژوند له لاسه ورکړی و.
Views: 2