د راپورونو له مخې، تېره ورځ لبنان کې د «پېجرونو» چاودنو له امله د حزبالله لس تنه وژل شوي او په بیروت کې د ایران د سفیر په ګډون ۲۷۵۰ کسان ټپیان شوي دي.
پېجر د مخابراتي اړیکو وسیله ده چې د راډیويي څپو له لارې لنډلیکلی متن او غږیز پیغام ور استول کېدای شي. هر پېجر د ټېلفون په څېر خپله ځانګړې شمېره لري.
بيبیسي د لبنان د روغتیا وزیر له قوله لیکلي چې لبنان کې د پېجرونو په چاودنو کې د حزبالله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۷۵۰ نور ټپيان شوي چې د ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
په راپور کې راغلي، حزبالله منلې چې په وژل شوو کې دوه د دوی غړي او یوه کوچنۍ نجلۍ شامله ده او ایرانۍ رسنیو ویلي چې په بیروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم ټپي شوی دی.
لبنان کې د ایران سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې مجتبی «برسېرن ټپي» شوی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا لیکلي، ادعا کېږي چې چاودېدلي پېجرونه د حزبالله د غړو اړوند دي او حزبالله تایید کړې چې د هغوی لس کسان په کې وژل شوي دي.
د لبنان دولتي خبري اژانس دغه چاودنې بېساری خصمانه ګام بللی، ویلي یې دي چې دغه چاودنې د بیروت سوېلي څنډه او نورو سیمو کې د «پرمختللې ټکنالوژۍ» په کارېدو سره شوې دي.
حزبالله ته یوې نږدې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د پېجرونو او ارتباطي وسایلو په چاودنو کې اسراییل لاس لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د دغو بريدونو په غندلو سره د دې پړه پر اسراییلو اچولې ده. د دغه وزارت وياند وايي: «په لبنان کې د نن ورځې ترهګریز عملیات د صهیونیستي رژيم او د هغوی د لاسپوڅو له خوا ترسره شوي چې د ټولو اخلاقي او انساني اصولو، نړۍوالو حقونو په ځانګړې توګه د نړۍوالو بشردوستانه حقونو خلاف دي.»
اسراییلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د لبنان روغتیا وزارت له ټولو خلکو چې “پیجر” ارتباطي دستګاوې لري، غوښتي چې په سملاسي ډول یې له ځانه لرې کړي.
د لبنان د حزبالله او اسراییلي ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتې تېر کال د اکتوبر اوومه غزه کې د جګړې له پیل راهیسې دوام لري.
Views: 10