د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې را روانه چهارشنبې د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پروګرامونو په جدول کې راغلي چې یاده ناسته د چهارشنبې ورځ (د سپټمبر ۱۸مه) د سهار لس بجې جوړیږي.
ویل شوي چې له یادې ناستې وروسته به د افغانستان په اړه رایه اچونه هم وشي.
مخکې له دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په یاده ناسته کې به د یوناما مشره روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې مشره سیما باهوس او د مدني ټولنې یو استازی ګډون ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره غبرګولي میاشت کې هم یادې شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي سرمنشي استازي په شتون کې ناسته جوړه کړې وه.
Views: 2