د راپورونو له مخې، د امريکا په فلوريډا ايالت کې «ګولف کلب» ته څېرمه هغه مهال ډزې شوې دي چې د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونلډ ټرمپ لوبې کولې.
له ډزو وروسته پوليسو يو کس نيولی او ټرمپ ته زيان نه دی رسېدلی.
راپور کې راغلي، امنيتي کسانو پر دغه کس ډزې کړې دي او په داسې حال کې نيول شوی چې د تېښتې هڅه يې کوله او وسله يې هم ترې نيولې ده.
د امريکا د پلټنو فدرالي ادارې اېفبيای ويلي: «په ظاهراً داسې ښکاري چې دا د ټرمپ د ترور هڅه وه چې ناکامه شوه.»
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایډن مرستیالې او ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نوماندې کاملا هریس ویلي، خوښه ده چې ټرمپ خوندی دی او تشدد په متحده ایالاتو کې ځای نه لري.
د یادونې ده چې شاوخوا یوه میاشت مخکې هم پنسلوانيا ایالت کې يوه کس د ټاکنيزې غونډې پر مهال په ټرمپ د ټوپک ډز وکړ او هغه يې پر غوږ ټپي کړ.
Views: 1