د بلوچستان د هرنایي سیمې د شاهرګ د ډبرو سکرو کان کې د ګازنیونې له امله پنځه افغان کارګر مړه شوي دي.
د پاکستان ډان نیوز د راپور له مخې، پرون د بلوچستان د هرنایي سیمې د شاهرګ ډبرو سکرو یوه کان کې د ګازنیونې له امله پنځه کان کیندونکي مړه او یو ژوندی ژغورل شوی دی.
سرچینې ویلي، وژل شوي کسان د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غبرګولي په ۱۵مه هم د بلوچستان د ډبرو سکرو يوه کان کې د ګازنیونې له امله ۱۱ کسان مړه شوي وو.
Views: 8