د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي لیک کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړی استازي د ګوښه کېدو اعلان کړی دی.
د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی د تېر کال په مې کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ګومارل شوی و.
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ښاغلي دراني دنده د سپتمبر پر لسمه پای ته رسېدلې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
سرچېنې لیکلي چې درانی له یادې نېټې را وروسته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی نه دی.
Views: 9