د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د دغه بورډ مشرتابه د کرکټ اسیایي شورا په غونډه کې د افغانستان په کوربهتوب د یادې شورا د سترو سیالیو د ترسراوي غوښتنه کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کرکټ اسیایي شورا د غړو هېوادونو د استازو ترمنځ پرون ناسته ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ناسته کې چې د مالیزیا هېواد په پلازمېنه کولالمپور کې د اسیایي شورا د غړو هېوادونو د مشرانو او اجراییوي مشرانو ترمنځ ترسره شوه، د اړوندو هېوادونو ترمنځ په کې پر لا ډېرې همکارۍ، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د کرکټ اسیایي شورا د سیالیو، له ۲۰۲۴ تر ۲۰۳۱م کال پورې د یادې شورا د رسنیزو حقوقو او د نوو هېوادونو د غړیتوب په تړاو خبرې وشوې.
سرچینې ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه هم له یادې ناستې په ګټې د بېلابېلو بورډونو له مشرانو سره خبرې وکړې او د افغانستان په کوربه توب یې د یادې شورا د سترو سیالیو د ترسراوي غوښتنه وکړه او دغهراز یې د بنګلهدېش د کرکټ بورډ له مشر سره د افغانستان په کوربهتوب د راتلونکې لوبلړۍ په وخت ترسره کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
کرکټ بورډ زیاته کړې، په یاده ناسته کې چې د کرکټ نړۍوالې او اسیایي شوراګانو د مشر او د هندوستان کرکټ د سرمنشي جې شا له لوري رهبري کېده، د پخوانیو ناستو د موضوعاتو د تایید، د ۲۰۲۶م کال په اسیایي لوبو کې د کرکټ پر شمولیت، د ازبکستان، منګولیا او فلیپین د غړیتوب د غوښتنې ارزونې او نورو اړوند موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وشوې.
سرچینه کاږي، په دغه ناسته کې د کرکټ اسیايي شورا د پرمختیا کمېټې غړو د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د پلانونو او سیالیو په تړاو د غړو هېوادونو له مشرانو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل چې په پایله کې یو ځل بیا د کرکټ اسیایي شورا د غړیتوب لرونکو هېوادونو ترمنځ پر لا ډېرې همکارۍ ټینګار وشو.
د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، د دغه بورډ مشرتابه یاده ناسته د ادارې او افغانستان لپاره ډېره ګټوره بولي چې په لړ کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره هر اړخیزې خبرې وشوې او دغه راز ګډونوالو ته په هېواد کې د کرکټ د لا ډېر پرمختګ راپور وړاندې شو.
Views: 11