د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي واحدالله نژند خپل د چک جمهوریت سیال د «سبمېشن» په حرکت سره ځان ته تسلیم کړ او پر وړاندې یې بریا خپله کړه.
واحدالله نژند دغه سیالي تېره شپه (شنبې) د «اوکتاګون» سازمان د ازادو سیالیو په ۶۰ پړاو کې د المان د ابرهاورن ښار په «رادولف وبر ارنا» بولغالي کې ترسره کړه.
نژند په دې «مکس هانداناژیک» سیالۍ کې خپل د چک جمهوریت سیال په لومړي رونډ کې د «سبمېشن» په حرکت تسلیم کړ او ماته یې ورکړه.
هغه د سږ کال په وري میاشت کې خپل بل چکي سیال یکوب بهنیک ته هم ماته ورکړې وه.
د دغه ورزشکار بریا پر ټولنیزو پاڼو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د یادولو ده، واحدالله نژند لومړنی افغان ورزشکار دی په اوکتاګون سازمان کې لوبېږي.
Views: 3