شپېګل ورځپانې راپور ورکړی، اسلامي امارت هغه ۲۸ افغان کډوال چې یوه اونۍ مخکې له جرمني را ایستل شوي وو، کابل کې په ضمانت خوشې کړي دي.
دې جرمنۍ مجلې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین له قوله راپور ورکړی چې یاد کسان هغه مهال خوشې شول چې «کورنیو یې لیکلي ضمانتونه ورکړل چې بیا به هېڅ ډول جرم نه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په جرمني کې پر «جرمونو تورن» ۲۸ افغان کډوال د همدې میاشتې په ۹مه د جمعې په ورځ په یوې الوتنه کې افغانستان ته را ولېږدول شول.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې له اروپا څخه افغان کډوال را ایستل کېږي.
له جرمني څخه د کډوالو د ایستلو موضوع وروسته له هغه پر تاوده بحث بدله شوې چې په منهایم ښار کې یو پولیس د یوه افغان کډوال له خوا ووژل شو.
دغه برید د کډوالو پر وړاندې د المان دولت پر سیاست غبرګونونه را وپارول او د جرمني لومړي وزیر اعلان وکړ چې مجرمین به اخراجوي که هغه له سوریې او یا هم له افغانستان ورغلي وي.
Views: 9