د سعودي عربستان رسنیو راپور ورکړی چې د عبدالقیوم شینواري په نوم یو افغان دغه هېواد ته د نشهيي توکو د قاچاق په «جرم» اعدام شوی دی.
رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د بیانیې په حواله لیکلي چې د دغه کس د اعدام حکم د تېرې سېشنبې په ورځ (د وږي۱۰مه) تطبیق شوی دی.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي: «د افغانستان وګړي عبدالقیوم شینواري زیاته اندازه هیرویین هېواد ته قاچاق کړي دي.»
دغه وزارت زياته کړې چې امنيتي ځواکونو دغه کس نيولى او تر ځېړنو وروسته معلومه شوه چې دغه جرم يې کړى دى.
په بیانیه کې راغلي چې شینواري په ځانګړې محکمه کې پرې لګېدلي تورونه منلي او وروسته یې د اعدام حکم د دغه هېواد په ستره محکمه کې تایید او د عربستان پاچا هم د هغه د اعدام حکم د پلي کولو سپارښتنه کړې ده.
دا به داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د زندانونو د تنظیم چارو ادارې پرون په کابل کې یوه خبري ناشته کې وویل چې د نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې څه باندې ۸ زره افغانان بندیان دي چې هېواد ته یې د رالېږدولو هڅې هم روانې دي.
Views: 4