د بښنې نړۍوال سازمان له جرمني کابل ته د ۲۸ افغانانو بېرته ستنولو غبرګون کې ویلي، دغه کار له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.
پرون د جرمني یوې خبري مجلې شپېګل راپور ورکړ چې جرمني ۲۸ «مجرم» افغانان له دغه هېواده بېرته کابل ته لېږلي او په دې تړاو یې د قطر په منځګړیتوب د «افغان مجرمو کډوالو» د ایستلو په اړه له اسلامي امارت سره هم خبرې کړې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د جرمني دغه کړنه له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.
دغه سازمان ویلي چې د دې ډول کړنو مخه باید ونیول شي.
یاد ۲۸ افغانان تېره ورځ کابل ته رارسېدلي دي.
افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
Views: 12