د ننګرهار کانال رياست وايي، وروستيو ورښتونو او طبيعي افتونو د دې ادارې اړوند خرما بڼ ۹۸ سلنه حاصلات له منځه وړي دي.
يادې ادارې اټکل کړی و چې سږ کال به د خرما حاصلات تر ۲۶ ټنو پورې ورسېږي چې د تېر کال په پرتله به څلور ټنه ډېر وي.
خو د ننګرهار ولايت کانال رياست وياند سيدهمايون غريبمل وويل، وروستيو ورښتونو او شديد توپان د خرما بڼ ۹۸ سلنه حاصلات له منځه وړي دي.
هغه زياته کړه، د ننګرهار کانال رييس ملا محمدنعيم اغا محمدي چې پرون يې د هډې فارم په سيمه کې د خرما له بڼ څخه لیدنه کوله، د خرما بڼ مسوولينو ورته ويلي چې حاصلات له منځه تللي دي.
دی وايي، د ۴۰ جریبه خرما بڼ چې هډې فارم کې واقع دی، حاصلات يې سږ کال د تېر کال په پرتله نږدې ۴ ټنه زیات ښودل شوي وو خو د تېرو میاشتو ورښتونو، تېزو بادونو او ږلۍ د دغه بڼ ۹۸ سلنه حاصلات له منځه وړي دي.
نوموړی وايي، دغه بڼ شپږ ډوله خرما لري او پلورلو ته چمتو وه.
Views: 4