د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپایي ټولنې افغانستان کې د خوارځواکه افغان ماشومانو درملنې او د زدهکړو لپاره ۱۳ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرسته – چې د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتابه او بشري مرستو د عملیاتو برخې (ايسياېچاو) له خوا ورکړل شوې – افغانستان کې د شاوخوا ۷۸ زره ماشومانو د زدهکړو او تغذیې برخو کې لګول کېږي.
سرچینه زیاتوي، په یادو پیسو به ۶۲زره کارټنه درمل وپېرل شي او ۱۶۰۰ روغتيايي کارکوونکو ته به روزنه ورکړل شي، څو له پنځو کلونو کمعمره هغو ماشومانو درملنه وکړي چې پر سخته خوارځواکۍ اخته دي.
یونیسف ویلي، د یادو پیسو یوه برخه به د ۱۷۵ ټولګیو د زدهکړو د کیفیت په ښهوالي ولګول شي څو ۹۵۰۰ ماشومان چې ۱۶ سلنه یې نجونې دي، لومړنیو زدهکړو ته لاسرسی پيدا کړي.
سرچینې زیاته کړې، سږ کال په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیون وګړي چې نیمايي یې ماشومان دي، مرستو ته اړتیا لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، اټکل کېږي چې روان کال به ۲،۹ میلیون افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.
Views: 2