د جرمني د یوه صنعتي ښار د تاسیس د کالیزې نمانځنې مراسمو پر مهال د چړې په برید کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دا برید په داسې حال کې شوی چې د جرمني په لوېدیځ سولینګین ښار کې د دغه صنعتي ښار د تاسیس ۶۵۰مې کالیزې نمانځنې مراسم روان وو.
سولینګین د جرمني په لوېدیځ کې یو ښار دی چې ۱۶۰ زره وګړي په کې ژوند کوي.
راپور کې راغلي چې د یادو مراسمو پر ګډونوالو یو کس د چړې برید کړی، درې کسان په کې وژل شوي او څلور کسان نور ټپيان شوي دي.
د دغه ښار د تاسیس د کالیزې نمانځنې مراسم د جمعې پر ورځ پیل شول او په پام کې وه چې د یکشنبې تر ورځې به دوام وکړي او هره شپه به د شاوخوا ۲۵ زره کسانو کوربه وي.
وروسته له دغه برید څخه یاد مراسم لغوه اعلان شوي او له ګډونوالو وغوښتل شول چې له وېرې پرته په ارامه د پېښې له ځایه ووځي.
Views: 9