رسنیو راپور ورکړی چې د نړۍ دویم لوی الماس د افریقا په سوېل بوتسوانا هېواد کې کشف شو.
اسوشیټېډ پرېس پرون راپور ورکړی چې په نړۍ کې د کشف شوي دویم دغه الماس وزن ۲۴۹۲ قیراطه دی.
سرچینې لیکلي، په ۱۹۰۵ ميلادي کال کې د ۳۱۰۱ قیراطه وزن په درلودو د کولینان الماس له کشف وروسته دغه د نړۍ دویم لوی الماس دی.
د سرچینې په خبره، لومړنی الماس له تراشلو او صیقل وروسته د برېتانیا د سلطنتي ګاڼو برخه وګرځول شو.
د بوتسوانا چارواکو ویلي چې د دغه الماس د خرڅلاو څرنګوالي په اړه پرېکړه به له وخته مخکې وي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، بوتسوانا د افریقا په سوېل کې د ۲،۶ میلیون وګړو په درلودو له روسیې وروسته د طبیعي الماسو دویم ستر تولیدوونکی هېواد دی او په دې وروستیو کلونو کې یې د نړۍ ټولې لویې ډبرې کشف کړې دي.
Views: 2