د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اسراييل د امریکا له خوا د اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې او له حماسه يې هم غوښتي چې دغه طرحه ومني.
پرون د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اسراییل پلازمېنې تلابیب ته تللی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، انټوني بلېنکن ویلي چې د اسراييل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې ده.
هغه له حماسه هم غوښتي چې یاده طرحه ومني.
خو د رویټرز د خبر له مخې، د حماس یوه لوړپوري چارواکي اسامه حمدان د اوربند د یادې طرحې په اړه ویلي چې دا یو چل دی او امریکا په دې پلمه اسراییل ته وخت ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییل د تېرې ورځې (دوشنبه) په بریدونو کې دېرشو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د اسرايیل او حماس د جګړو له پیله راهيسي، اسراییل شاوخوا ۲.۳ میلیون فلسطینیان له خپلو کورونو ایستلي او په بریدونو کې یې لږ تر لږه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ زره فلسطیني وګړو ژوند بایللی دی.
Views: 14