د غزني په دهیک ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتو له امله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د غزني اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار وویل، تېره شپه د دهیک ولسوالۍ په شیربوز سیمه کې باران شوی او سېلابونه راوتلي دي.
هغه وايي چې د یادو سېلابونو له امله یوه مېرمنه، یوه دوه کلنه نجلۍ او یو ماشوم مړه شوي او درې نور کسان ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي چې تر اوسه یې کره ارقام نه دي ترلاسه شوي.
د نوموړي په وینا، مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلې څو له خلکو سره همکاري وکړي.
دغه راز، د شیربوز سیمې یوه اوسېدونکي صالحمحمد پژواک ، تېره شپه په دې سیمه کې سخت باران شوی او سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
ده وویل، یو سراچه موټر اوبو وړی چې له امله یې یوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوي دي.
ورته وخت کې، د غزني د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولین هم په دهیک کې سېلابونه تاییدوي او وايي چې د مالي او ځاني زیانونو د معلوماتو پر راټولولو بوخت دي.
Views: 6