له افریقا او سویډن وروسته د پاکستان د عامې روغتیا ادارې هم په یاد هېواد کې د اېم پاکس په نوم ناروغۍ باندې د یو کس د اخته کېدو خبر ورکړی دی.
دغه پېښه په پاکستان کې په داسې حال کې ثبتیږي چې پرون د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچاو) د افریقا په ځینو برخو کې د اېمپاکس ناروغۍ د خپرېدو له امله بېړنی حالت اعلان کړی و.
د پاکستان د عامې روغتیا ادارې یوه ویندوی ویلي، هغه کس چې روانه اوونۍ یې ایم پاکس ناروغي تائید شوې، د خیبر پښتونخوا د مردان اوسېدونکی دی چې له خلیجي هېوادونو بېرته پاکستان ته ستون شوی و.
سرچینې زیاته کړې، تراوسه نه ده معلومه چې یاد ناروغ د ایم پاکس په کوم ډول اخته شوی او ایا دا هغه بڼه ده چې وړمه ورځ لومړی ځل له افریقا بهر په سویډن کې پرې د یوه کس اخته کېدل تایید شول.
د پاکستان د عامې روغتیا وزارت یادې سرچینې په دې اړه وویل:”د هغو کسانو لټون پیل شوی چې له ناروغ سره یې اړیکه درلوده او د نورو خلکو روغتیايي معاینات هم ترلاسه کېږي.”
په خیبر پښتونخوا کې د عامې روغتیا مشر ارشاد روغانی وايي، په صوبه کې داسې درې ناروغان تائید شوي چې په ایم پوکس اخته دي، خو په خبره یې دوه کسان داسې دي چې له مخکې په دې ناروغۍ اخته وو او روانه اوونۍ یواځې د یوه کس د ناروغۍ تایید شوی دی.
هغه زیاتوي، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو لپاره په روغتون کې ځانګړې برخه چمتو کېږي.
د یادونې ده چې له پاکستان څخه مخکې په سویډن کې هم یو کس په لومړي ځل پر دې ناروغۍ اخته شوی.
اېمپاکس ناروغي چې پخوا د منکي پاکس [د بیزو چیچک] په نوم پېژندل کېده، ژر لېږدېدونکې ده چې د ډبلیواېچاو د معلوماتو له مخې، تراوسه یې په افریقا کې له امله ۵۰۰ کسان مړه شوي او ۱۷ زره نورې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، د اېمپاکس ناروغي له اخته کس سره د پوستکي تماس، له نږدې د خبرو او تنفس له لارې لېږدول کېږي او د والګي په څېر د نښو نښانو او پوستکي د ټپونو لامل کېږي چې پر دې ناروغۍ له هرو سلو اخته کسانو شاوخوا څلور یې ژوند بایلي.
Views: 13