د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته یو شمېر زدهکوونکې او د پوهنتونونو محصلینې په هېواد کې واک ته د طالبانو رسېدو د درې کلن مزل پوره کېدو په درشل کې له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې یې پر مخ پرانیزي او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زدهکړو زمینه ورته برابر کړي.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره په هېواد کې د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته زدهکړې وځنډول شوې او بیا د هماغه کال د لېندۍ په ۲۹مه ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لارښونه وشوه چې تر بل امر پورې د نجونو تحصیلي بهیر ودروي.
د طالبانو چارواکو هغه مهال اعلان وکړ چې د دې موضوع په اړه پر یوه طرحه کار کوي او له بشپړېدو وروسته به نجونو ته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زدهکړو د دوام اجازه ورکړل شي خو دغه طرحه تر اوسه د عملي کېدو پړاو ته نه ده رسېدلې.
له شپږم د پورته ټولګيو نجونې: موږ ته دې د زدهکړو زمینه برابر شي
د کابل ښار د چهلدختران د نجونو لېسې د لسم ټولګي زدهکوونکې راضيې ولايتي وويل، د ښوونځي له تړل کېدو درې کاله تېرېږي، اوس یې هم د پرانیستلو کوم څرک نشته، په دې موده کې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې ده.
خو هغې وويل چې په دې درېيو کلونو کې يې د ښوونځي درسونه په کور کې ویلي او د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کېدو هيله لري.
هغې زیاته کړه: «هره شپه په دې هيله ويده کېږم چې ښايي سبا د ښوونځي دروازې زموږ پر مخ خلاصې شي او وکولای شو بېرته درس ووایو.»
نوموړې د طالبانو له رهبرۍ غواړي: «موږ مخکې هم د اسلامي حجاب په مراعاتولو خپلو درسونو ته حاضرېدو او اوس به هم له حجاب سره حاضر شو؛ له خپلو وروڼو غواړو چې د ښوونځي دروازې بېرته زموږ پر پانیزي، موږ غواړو چې خپلو درسونو ته دوام ورکړو او د نورو اسلامي هېوادو د خویند او وروڼو ترڅنګ پرمختګ وکړو او پرې نهږدي چې هيڅ کورنۍ د خپلو لوڼو د زدهکړو لپاره په پردیو هېوادونو کې سرګردانه شي.»
په همدې حال کې، په کابل ښار کې د یوې لېسې د لسم ټولګي زدهکوونکې ثریا وکیلزاده وویل، د طالبانو له بریا مخکې یې په لسم ټولګي کې زدهکړې کولې او که درسونه یې نه وای درېدلي، اوس له لېسې فارغېده او ان لوړې زدهکړې یې هم پیلولې.
هغې د طالبانو د بریا درېیمې کالیزې ته په اشاره وویل: « له رهبرۍ زما غوښتنه دا ده چې د ښوونځیو دروازې زموږ پر مخ پرانیزي، موږ غواړو ښوونځي ته ولاړې شو، درس ووایو او د هېواد په ګټه تمامې شو، د خدای په فضل چې موږ ټول مسلمانان یو او په یوه اسلامي هېواد کې ژوند کوو، حجاب مو درلود، لرو به یې… .»
یو شمېر محصلینې هم د پوهنتونونو د دروازو پرانیستو غوښتنه کوي
سما يعقوبي چې د کابل پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځۍ د درېيم کال محصله وه وويل، د پوهنتونونو د درسونو په درېدو سره د دې په ګډون ډېری نجونې د خپل راتلونکي په اړه ناهیلې شوې او د هرې ورځې په تېرېدو یې خپګان زیاتېږي.
هغه چې هیلهمنه ده داسې ورځ به رارسېږي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي وايي: «غوښتنه مې همدا ده چې د پوهنتونونو دروازې دې زموږ پر مخ پرانیزي څو بېرته خپلو زدهکړو ته ادامه ورکړو، شکر الحمدالله مسلمانانې یو، مخکې مو هم حجاب درلود، اوس یې هم لرو، غواړم چې د ښوونځي او پوهنتون دروازې پرانیزي… هره مسلمانه نجلۍ پر دې پوهېږي چې حجاب هیڅکله زموږ هیلو ته د رسېدو خنډ نه شي ګرځېدای، بلکې موږ لپاره یو لوی سپر دی.»
نوموړې هیله لري چې خپلې زدهکړې پای ته ورسوي او په راتلونکي کې د سافټویر یوه کمپنۍ پرانیزي.
دغهراز، د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د دویم کال زدهکوونکې رویا شېرزاد وايي: «دویم کال مو و چې پوهنتون مو وتړل شو، زموږ پر ژوند یې ډېرې منفي اغېزې وکړې، دومره ناهیلې شوې وم او له روحي اړخه مې صدمه لیدلې وه چې حد نه لري.»
خو هغه د خپل مور او پلار په هڅونه په کور کې د پوهنتون مضمونونه مطالعه کوي او دغهراز د انګلیسي او کمپیوټر کورسونه هم تعقیبوي.
هغه وویل: «لکه څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده، موږ الحمدالله مسلمانانې یو او په اسلامي هېواد کې ژوند کوو، مخکې هم د اسلامي حجاب په رعایتولو سره درس ته تلو، نن هم غواړو خپل حجاب مراعات کړو، موږ ته دې یو مشخص یونیفورم وټاکي چې له اسلامي شریعت سر سم وي، موږ افغان نجونې د نورو اسلامي هېوادونو د نجونو په څېر غواړو چې دیني او عصري علوم زده کړو.»
دا یوازې د کابل ښار نجونې نه دي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتونکې دي، بلکې د هېواد د نورو ولایتونو نجونې هم له اسلامي امارته دا ډول غوښتنې لري.
پوهان: باید چارواکي د خلکو غږ واوري او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي
د تعلیم او تربیې برخې یوه کارپوه ثناءالله صالحي وویل، د نجونو د زدهکړو درې کاله بندیز د زدهکړو په سیستم کې ستونزې رامنځته کړې او حل یې څه باندې لس کال وخت نیسي.
هغه د نجونو تعلیم او تحصیل اړین ګنلی او د هغوی حق یې ګڼي او وايي: «که نجونې نالوستې پاتې کېږي، په دې معنا ده چې ټوله کورنۍ نالوستې ده.»
نوموړی وايي، ډېری کورنۍ د خپلو لوڼو د تعلیم او تحصیل له امله هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي چې کډوالي هم د ستونزو لامل کېږي؛ ځکه ماشومان یې د پردي او هان نامسلمان هېواد پر فرهنګ تربیه کېږي او له دیني زدهکړو هم لرې پاتې کېږي.
هغه په تعلیمي او تحصیلي مرکزونو کې د نجونو د درس د بندیز ادامه زیانمنه وبلله او ویې ویل: «اوسمهال طبي انسټیټیوټونه خلاص دي خو که نجونې له دوولسم ټولګې فارغې نه شي، څو کاله وروسته به د روغتیایي علومو څانګه هم بنده شي؛ ځکه چې د دوولسم ټولګي فارغینې نه وي نو انسټیټوټ ته به له کومې لارې لاړې شي او که د دوولسم ټولګې فارغینې نه وي، راتلونکي کې به ښځینه ډاکټره هم ونه لرو.»
نوموړي په پای کې وویل، چارواکي باید د خلکو غږ واوري او دغه حالت پای ته ورسوي او ژر تر ژره د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې پرانیزي.
ورته مهال، د ښځو د حقونو فعالې تفسیر سیاهپوش پژواک ته وویل: «د اسلام سپېڅلی دین وايي چې علم پر ښځې او نر فرض دی او دغه راز لومړنی ایت چې د اسلام پر ستر پیغمبر نازلېږي «اقرا» دی؛ یعني ولوله او دغهراز د اسلام پیغمبر وايي: له زانګو تر ګوره علم وکړه، نو موږ پوهېږو چې ښوونه او روزنه د اسلام په سپېڅلي دین کې ډېر لوړ اهمیت لري، خو نه پوهېږو چې ولې تر اوسه هم د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې دي.»
هغه وايي، د اسلام په مبارک دین کې د ښځو د زدهکړو په اړه کوم بندیز نشته او زیاته یې کړه: «د افغانستان د ټولو خلکو وړاندیز د ټولو خلکو غوښتنه ده چې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل شوې دروازې پرانیستل شي، نور زموږ نه خوښېږي چې په بندیزونو کې پاتې شو، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د سبا میندې دي، نه مو خوښېږي چې د تعلیم او تحصیل له حقه محرومې شي، څرنګه چې موږ پوهېږو چې که یو سړی په زدهکړو سمبال وي، کولای شي یوازې ځان ورسوي، خو که یوه ښځه په زدهکړو سمبال وي، کولای شي یوه ټولنه ورسوي.»
هغې په ټینګار وویل: «په دې هیله چې حکومت پاملرنه وکړي، د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل شوې دروازې پرانیزي او څه چې ادعا کوي، د اسلام د سپېڅلي دین او شریعت مطابق وي؛ ځکه اسلام تر ټولو لوړ حق او حقونه بشر ته په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته ورکړي دي.»
نوموړې د یاد وضعیت دوام د اندېښنې وړ وباله ویې ویل، ډېرې کورنۍ د دې لپاره چې لوڼې یې له زدهکړو بېبرخې نه شي، د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.
Views: 7