د کډوالو چارو وزارت وايي دا مهال د ګاونډیو په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو کې څه باندې ۱۶ زره افغانان بندیان دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د دولتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو تشریح پروګرام کې وویل، ۵۷۶۶ افغان کډوال چې په پاکستان او ترکیه کې بندیان وو، ازاد شوي، دغه راز له ایرانه ۴۰۰۰ افغانان چې د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان وو، افغانستان ته راانتقال شوي او د نورو د خلاصون هڅې روانې دي.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا مهال په پاکستان کې ۷۵۰۰ ، ایران کې ۴۰۰۰، سعودي، قطر، عربي متحده اماراتو او نورو عربي هېوادونو کې کابو ۴۶۶۴ افغانان بندیان دي او په تېرو دوو کلونو کې ۶۰۰ کسان ازاد شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد وویل، اوس مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې اووه میلیونه افغانان کډوال دي او همدارنګه په کور دننه تر درې میلیونه داخلي بېځایه شوي موجود دي.
Views: 13