د بنګلهدېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له استعفا او تېښتې وروسته د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د دغه هېواد د موقت حکومت د مشر په توګه وټاکل شو.
اسوشېټد پرېس نن (چهارشنبه) راپور ورکړی چې ښاغلی یونس د بنګلهدېش ولسمشر محمد شهابالدین له لوري دغه مقام ته ټاکل شوی دی.
یاده پرېکړه د بنګلهدېش ولسمشر او د محصلینو د استازو ترمنځ له پنځه ساعته خبرو اترو وروسته شوې ده.
هغه محصلین چې بنګلهدېش کې د لاریونونو مشري پر غاړه لري، مخکې له دې یې د نوبل جایزې ګتونکی محمد یونس د موقت تشکیلاتو د رهبرۍ لپاره وړاندیز کړی و.
د ویلو ده چې د بنګلهدېش محصلینو لاریون چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د دولتي ګمارنو په تړاو پیل شوی و، پر تاوتریخوالي واوښت او په پایله کې د شیخ حسینې د استعفا او هېواد څخه د تېښتې لامل شو.
شیخ حسینه چې له ۱۵ کلونو راهیسې په واک کې وه، د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) وروسته له هغه چې لاریونکوونکو د لومړۍ وزیرې ماڼۍ اشغال کړه، په یوه طیاره کې له بنګلهدېش څخه هند ته وتښتېده.
له یادو لاریونونو وروسته د بنګلهدېش ولسمشر پرون (سهشنبه) د دغه هېواد پارلمان منحل کړ او د نوو ټاکنو د ترسره کولو لپاره یې لار پرانیسته.
بنګلهدېش کې د تېرو څو اونیو په لاریونونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
Views: 6