د ترکیې بهرنیو چارو وزارت وایي، انقره خپله دوسیه چې د عدالت نړۍواله محکمه کې د اسرائیل پر وړاندې د نسلوژنې دوسیې سره یوځای کېدو لپاره چمتو شوې، دغې محکمې ته وړاندې کوي.
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دا څرګندونې تېره ورځ د مصر د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعاطي سره د دغه هېواد پلازمېنې قاهره کې په یوه ګډه ناسته کې کړې دي.
هغه ویلي: «موږ به د چهارشنبې په ورځ خپله دوسیه چې د عدالت نړۍواله محکمه کې د اسرائیل پر وړاندې د نسلوژنې دوسیې سره یوځای کېدو په موخه چمتو شوې، دغې محکمې ته وړاندې کړو.»
د هغه په خبره، فلسطین د اوربند مذاكرات کې مثبت دریځ نیولی خو اسرائیل د اوربند مخکښ مذاکرهکوونکی اسماعیل هنیه په یوه خاینانه برید کې وواژه.
سوېلي افریقا هم د تېر کال په ډسمبر کې د عدالت نړۍواله محکمې کې د شکایت یوه طرحه کې ویلي وو چې اسرائیل په غزه کې د نسلوژنې پراقداماتو بوخت دی.
د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه ویلي وو چې د غزې په تړانګه او د فلسطین پر ټوله خاوره نظامي تېری د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو اړوند پرېکړهلیکونو خلاف دی.
د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائیل په ۳۰۴ ورځني بریدونو کې د قربانیانو شمېر ۳۹۵۸۳ کسانو ته رسېدلی دی.
Views: 12