د ماشومانو د ساتنې سازمان ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اقلیمي بدلونونو له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۸ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
دغه سازمان نن په خپل یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په نسبت د بېځایه شوو رقم لوړ شوی چې ډېره برخه یې ماشومان جوړوي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان (save the children) راپور کې د بېځایه کېدو لاملونه وچکالي، د تودخې درجې لوړوالی، سېلابونه، ځمکښوېیدنه، ورښتونه او توپانونه یاد کړي دي.
د تېرې یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر یا اوچا ویلي چې په دې وروستیو کې ورښتونو او سېلابونو په افغانستان کې له ۸۳ زره ډېر کسان زیانمن کړي دي.
اوچا په یوه راپور کې یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله له جدي ګواښ سره مخ دی.
د راپورونو له مخې، افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې شپږم زیانمنونکی هېواد دی خو د جوړونې او د ناورین د مقابلې لپاره کم توان لري.
Views: 7