د راپورونو له مخې، په تهران کې پر اسماعیل هنیه له برید وروسته او په منځني ختیڅ کې د احتمالي جګړې له وېرې ځينو هوایي شرکتونو اسرائیل او لبنان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس نن راپور ورکړی چې نړۍوالو هوایي شرکتونو لکه یونایټېډ، دلتا، بریټېش، ایرویز، سویس، لوفت، هانزا، ایر انډیا او فلای دوبی خپلې الوتنې په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو له امله لغوه کړې دي.
په راپور کې راغلي چې امریکا، اروپا او اسیا خپلې الوتنې اسرائیل او لبنان ته د امنیتي وضعیت او په منځني ختیځ کې د تحولاتو له امله ځنډولې دي.
د ۲۴ فلایټ رادار وېبسایټ چې پرون ناوخته داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي چې د اسرائیل پر خاوره هيڅ الوتنې نه دې شوې.
نړۍوالو هوایي شرکتونو په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه له وژل کېدو او منځني ختیځ کې د احتمالي جکړې له وېرې خپلې الوتنې اسرائیل او لبنان ته ځنډولې دي.
له دې مخکې نیویارک ټایمز د ایران د درېیو چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې د ایران رهبر علي خامنهیي امر ورکړی چې د اسماعیل هنیه د غچ اخیستنې په موخه دې د اسرائیل نظامي ځایونه په نښه شي.
Views: 5