د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې د قاضیانو پر یوه موټر د ناپېژاندو وسلهوالو ډزو کې د پاکستاني پولیسو دوه افسران وژل شوي دي.
اسوشیټیډ پریس په یوه راپور کې ویلي چې پرون د جمعې په ورځ ناپېژاندو وسلهوالو په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر هغه موټر ډزې کړې چې درې قاضیان یې لېږدول.
سرچینې ویلي، په دغه برید کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي خو قاضیانو ته زیان نه دی اوښتی.
سرچینې د سیمهييزو پولیسو د مشر سلام خان له قوله لیکلي چې یاد برید د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې شوی دی.
پولیسو ویلي، یاد قاضیان چې موټر یې د برید ښکار شوی، په سیمه کې د غلا او «ترهګرۍ» ګڼې قضیې یې اورېدلې.
بلخوا، امریکا غږ نن په یوه راپور کې ویلي چې وسلهوالو په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر هغه موټر ډزې کړي چې د سیمهييزو قاضیانو موټر یې بدرګه کاوه او په پېښه کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
سرچینې ویلي، وسلهوالو یاد برید په ټانک ولسوالۍ کې کړی خو تر اوسه کومې ډلې د برید ادعا نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې زمري میاشتې په لسمه هم د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې ناپېژاندو وسلهوالو د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر موټر ډزې وکړې خو چاته پکې زیان نه و رسېدلی.
Views: 8