سیدعلي خامنهیي د ایران رهبر د دې ترڅنګ چې د اسماعیل هنیه غچ اخیستنه خپله دنده بولي، وایي، اسرائیل د هنیه په ترور سره ځان ته د سختو مجازاتو زمینه برابره کړه.
د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو ګډون لپاره تهران ته تللی و، تېره ورځ په خپل استوګنځي کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران رهبر سید علي خامنهیي د اسماعیل هنیه له مړینې وروسته یوه پیغام کې ویلي: «فلسطینی زوړور او مجاهد رهبر اسماعیل هنیه تېره ورځ شهید شو او د مقاومت عظیمه جبهه ویرجنه شوه، صهیوني، ترهګر او جنایتکار رژیم زموږ مېلمه زموږ په کور کې په شهادت ورساوه او مونږ یې غمجن کړو، خو د ځان لپاره یې هم د سختې سزا لاره هواره کړه.»
هغه دغهراز ویلي: «موږ دې ترخې او سختې پېښې چې د ایران اسلامي جمهوري په خاوره کې وشوه، د هغه غچ اخیستل خپله دنده بولو.»
د ایران سپاه پاسداران هم په یوه بیان کې اسرائیل مسوول ګڼلی او ویلي یې دي چې د حماس پر رهبر برید به «سخت او دردناک» عواقب ولري.
په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازولۍ دفتر هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «د ترور ځواب ځانګړي عملیات دي، سخت عملیات چې د عاملینو د سختې پېښمانتیا لامل به شي.»
نیویارک ټایمز پرون (چهارشنبه) د درېیو ایراني چارواکو له قوله چې دوه یې د سپاه پاسداران غړي دي او دقیق هویت یې معلوم نه دی، لیکلي، د ایران مذهبي مشر امر کړی چې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غچ کې پر اسرائیلو مستقیم برید وکړي.
د حماس غورځنګ هم اعلان کړی و چې د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه تهران کې په خپل استوګنځي کې د «صهیونیستي دښمن جنایتکارانه» برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
Views: 7