د بلوڅانو د یووالي شورا وايي، د بلوچستان په ګواډر سیمه کې د بلوڅو پر «سولهییز لاریون» د پاکستان پوځ په ډزو کې «ګڼ شمېر کسان» ټپيان شوي، خو ځایي حکومت ویلي چې د دې شورا کسانو په ډزو کې یو امنیتي کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، بلوڅانو د بلوچستان په ګواډر سیمه کې وړمه ورځ (د زمري اوومه) اعتراضي غونډه وکړه، خو وروسته یې وویل چې د پاکستان حکومت له خوا له دوی سره د زورزیاتي له امله یې غونډه پر پرلت بدله کړه.
د بلوڅو د یووالي کمېټې ویلي وو چې زرګونه کسان د لارو په چکپاینټونو کې درول شوي او هغوی هلته پرلتونه وهلي دي.
د راپورونو له مخې، د بلوڅانو د یووالي شورا مشرې ماهرنګ بلوڅ په ګواډر کې ناستو پرلتوالو ته په وينا کې ويلي چې چين او نور نړۍوال قوتونه بايد پر دې پوه شي چې په بلوچستان کې د موجود ګاز، سکرو او نورو زېرمو حق د دې سیمې د خلکو دی او پر دې زېرمو د واک لپاره به خپله سولهییزه مبارزه جاري ساتي.
ماهرنګ بلوڅ تېر ماښام پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان پوځ او «اېفسي» په ګواډر کې د بلوڅانو پر سولهییز پرلت «وحشیانه برید» کړی.
هغې زیاته کړې: «له هر لوري یې پر سولهييزو لاريونکوونکو ډزې کړې، له سخت تاوتريخوالي سره يې مخ یو، د یادو ډزو په پایله کې ګڼ کسان ټپيان او سلګونه نور نيول شوي؛ دا مهال د پاکستان دولت په ګواډر کې پر سولهییزو لاریونکوونکو ډېر ظلمونه روان کړي دي.»
ماهرنګ بلوڅ ویلي، ټول ښار د پاکستان د پوځ له لوري يرغمل شوی، دوی ته د ټيپانو د ایستلو او امبولانسونو ته د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي؛ په ګواډر کې انټرېټ او ټيلېفوني شبکې بند شوي او په تېرو درېیو ورځو کې پاکستاني ځواکونو ۱۰۰۰ بلوڅان نیولي دي.
ډیوه راډیو نن په یوه راپور کې ویلي، د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزیر مير ضيا لانګو تېره ورځ ګواډر ته ورغلی، د امنيت په اړه یې خبرې کړې او ویلي يې دي چې ځینو کسانو قانون لاس کې نیولی، امنیت یې خراب کړی، پر وړاندې یې کارروايي شوې او تر شلو ډېر کسان نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي: «سرکاري خبر کې دعوه شوې، په ګواډر کې لاریونکوونکي خواره واره کړل شوي او حالات معمول ته راغلي دي»
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د پاکستان پوځ، د بلوڅانو یووالي شورا «متشدده» بللې او ویلي يې دي چې هغوی په ګواډر کې پر امنيتي کسانو برید کړی چې له امله يې یو سرتېری وژل شوی او ۱۶ نور ټپيان دي.
Views: 12