د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، وروسته له هغه چې پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو تعرفه څو برابره لوړ کړه، دغه هېواد ته د تازه مېوې، په ځانګړي ډول د انګورو صادرات ودرېدل او اوس بېرته پیل شوي دي.
کندهار کې د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وویل، د دوی له هڅو سره – سره پاکستان د افغانستان پر مېوو تعرفه کمه نهکړه چې له امله یې د دغه ولایت سوداګر اړ شول، لوړ لګښتونه پر ځان ومني او دغه هېواد ته د انګورو صادرات بېرته پیل کړي.
د هغه په خبره، په تېرو پنځو ورځو کې هره ورځ په کمه اندازه انګور صادرېدل خو له تېرې شنبې راهیسې صادرات ډېر شوي او تر اوسه شاوخوا دوه نیم زره ټنه انګور پاکستان ته صادر شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ په ګډه له نورو مسوولینو سره هڅه وکړه چې د پاکستان له خوا ټکس کم شي خو پایله یې ورنه کړه، نو سوداګرو د مجبوریت له مخې چې انګور په باغونو کې خراب نه شي، صادرات پيل کړل او تر اوسه ۲۵۰۰ ټنه صادر شوي دي.»
ورته مهال، د تازه مېوو سوداګر هم وایي، د پاکستان له خوا پر انګورو او تازه مېوو د تعرفې له ډېرېدو سره په یاد هېواد کې د انګورو بیه ډېره لوړه شوې چې هر څوک یې د پېرلو توان نهلري.
د تازه مېوې یو سوداګر عبدالصمد په دې اړه وایي: «پخوا چې به پاکستان پر یوه ټن انګورو پنځلس یا شل زره کالدارې ټکس اخیست، اوس هغه اتیا زره او ان یو لک کلدارو ته رسېدلی، په همدې خاطر صادرات ځنډېدلي وو خو اوس هم چې روان شوي نو هلته په پاکستان کې ښه بازار نهلري.»
بلخوا، د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال د انګورو حاصلات تر پخوا کم شوي خو که بهر ته صادر نه شي، په ډېره اندازه انګور به خراب شي او باغداران به زیان وویني.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د مېوهجاتو او سبزيجاتو د پراختیا متخصص انجنیر ایمل حکیمي وایي، سږ کال د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی او ټول حاصلات یې ۱۹۵ زره ټنه اټکل شوي دي.
هغه زیاته کړه: «سږ کال د سېلابونو او ورښتونو له امله په ژېړۍ، پنجوايي او د ښار مرکزي سیمو کې ډېر باغونه خراب شول، نو حاصلات یې تر تېر شاوخوا ۹۰ زره ټنه لږ اټکل شوي، خو بیا هم که چېرې لږه اندازه انګور صادر شي نو ډېر انګور به دلته له خرابۍ سره مخ شي.»
افغان سوداګر وايي، پاکستان په ځلونو دغه هېواد ته د افغان مېوو او سبزيجاتو د صادراتو پر مهال پر افغان توکو تعرفه لوړوي او یا هم په بندرونو کې ستونزې ورته جوړوي چې د دوی په وینا، یوازېنی زیان یې سوداګرو ته رسېږي.
Views: 8