د امریکا د ولسمشر مرستیالې ويلي، د اسرائیلو لومړي وزیر ته يې په غزه کې د مرګژوبلې په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې غزه کې د اوربند، د یرغملو د خوشي کولو او د جګړې د پای ته رسولو وخت دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې کمالا هرېس د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لیدنه کې ویلي چې د فلسطیني ملکي وګړو پر کړاوونو به چوپ پاتې نه شي.
امریکا کې د نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوندې احتمالي نوماندې هرېس دا هم ویلي چې پر نتنیاهو یې د غزې د وضعیت په تړاو زغرده خبرو کې فشار راوړی دی.
د امریکا مرستیالې ولسمشرې کمالا هرېس ویلي چې نتنیاهو ته يې په غزه کې د مرګژوبلې اړوند جدي اندېښنه څرګنده کړې.
نوموړې وايي، په دې لیدنه کې یې ټینګار کړی چې غزه کې د اوربند، د یرغملو د خوشي کېدو او د جګړې د پای وخت دی.
هرېس ویلي: «هغه څه چې په تېرو نهو میاشتو کې په غزه کې وشول ویجاړوونکي دي، د وژل شوو ماشومانو او بېچاره او وږو وګړو تصویرونه چې په خوندیتوب پسې ځغلي او کله د دویم، درېیم او څلورم ځل لپاره بېځایه شوي، موږ نشو کولی چې له دغو ناورینونو نظر واړوو، نشو کولی چې د دغه ځور په اړه چوپه خوله پاتې شو.»
هغې زیاته کړه چې د اسرائیل لومړي وزیر ته یې د اوربند او د یرغملو د خوشي کولو په تړاو د ولسمشر بایډن لخوا د وړاندیز هوکړې د عملي کولو په اړه هم ویلي دي.
د یادونې ده، د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه چې تر اوسه دوام لري.
د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له پیله راهیسې نږدې ۳۹ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۸۱ زره
Views: 9